کور / تازه خبرونه / خيبر پښتونخوا: چاودني ٢٥ تنه مړه او ١٠٠ ټپيان کړل

خيبر پښتونخوا: چاودني ٢٥ تنه مړه او ١٠٠ ټپيان کړل

د خيبرپښتونخوا په لوړ (بر) دير کي د نيشنل عوامي ګوند په يوه غونډه کي چاودني ٢٥ تنه مړه کړي او د ١٠٠ په شاوخوا کي ټپيان کړي دي.
د راپورونو له مخي غونډه د خيبرپښتونخوا د نوي نوم د خوشحالۍ په موخه جوړه سوې وه چي يوه ځانمرګي ځان پکښي والوزاوه.
د عوامي نيشنل ګوند وياند زاهد خان وايي د ګوند غړي په تيمرګره ريسټ هاوس کي راټول سوي وو چي دباندي د خوشحالۍ د لاريون په خاطر راووتل چاودنه پر وسوه.
د پښتونخوا وزيراعلي اميرحيدرخان هوتي د پېښي د څېړني او ټپيانو ته د هري ممکنه روغتيايي اسانتيا امر کړئ دئ.