اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې بيا هم د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ خبرو ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې د كابينې د پاتې وزيرانو په پيژندګلوۍ كې ځنډ ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا د كابينې پاتې څوكۍ د حزب اسلامي كسانو ته وركولې كيږي.
ورځپاڼې يو ځلې بيا د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په رڼا كې له نړيوالو متحدينو سره د هغه اړيكې څيړلي او هغه يى بحراني تعريف كړي دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته هم كتنه شوې او د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې په حواله ليكل شوي، چې بهرنيان په لوړه كچه په اداري فساد كې ښكيل دي او افغان دولت دا توان نلري، چې له هغوى حساب واخلي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې كندهار ته د ولسمشر كرزي په سفر او د هغه په څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، چې دغه ولايت بايد د امنيت، ښې حكومتدارۍ او بيارغونې له پلوه بيلګه ايز ولايت شي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، كه دا اهداف ترلاسه شي نو اغيزې به يى په شاوخوا ولايتونو هم مثبتې وي.
ورځپاڼې منځنۍ اسيا ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په سفر هم بحث كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې په افغانستان كې د امن په ټينګښت كې د دغو هيوادونو ونډه خورا ضروري ده.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ كې غټ سرليك كندهار ته د ولسمشر كرزي پروني سفر او له ځايي مشرانو سره د هغه ليده كاته ته ځانګړې شوې.
ورځپاڼې كه له يوې خوا د كندهار خلكو ته دا ډاډ وركړې، چې ددوى له خوښې پرته به پوځي عمليات ونشي له بل لوري يى وسلوالو طالبانو ته د هغه دا خطاب راخستې، چې ده ځان له پردې كټ خلاص كړې او اوس دوى بايد ورته كار وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې د كندهار پيليدونكې عمليات بيا خورا مهم بللي او د هغې بيلابيل اړخونه يى څيړلي دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په لويديځ لوري د ولسمشر كرزي د وروستيو انتقادونو لاملونه څيړلي او ليكلي، چې ددې اساسي علت د ولسي جرګې لخوا د ولسمشر كرزي د تقنيني فرمان ردول دي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې او امنيت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په پرونيو څرګندونو بحث كړې او پدې ترڅ كې د افغان دولت او نړيوالو مرستندويانو ترمنځ په تفاهم ټينګار كړې.
په ورځپاڼه كې د امريكا او پاكستان ترمنځ د لوړې كچې په وروستيو خبرو هم بحث شوې، چې پكې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو هم خبرې شوي او ليكل شوي، چې اوس دوى حقايق دركوي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د قانون د واكمنۍ بهير انځور كړې او پكې ښودل شوې، چې ټوپك سالاري د پاى ته رسيدو په حال كې ده.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې پدې موضوع ټينګار كړې، چې په كندهار كې د عملياتو له پيل نه مخكې بايد د خلكو باور جلب شي.
خو اصلاح بيا له فساد سره د مبارزې لپاره وروستيو اقداماتو ته په اشارې ليكلي، چې له دې پديدې سره د مبارزې هوډ پياوړې كيږي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په كندهار كې د ولسمشر كرزي په څرګندونو بحث كړې او ليكلي، چې داسې ښكاري، چې د لويديځ او كرزي ترمنځ تاوتريخوالې لا پاى ته ندې رسيدلې.
ورځپاڼې ليكلي، چې په لويديځ د ولسمشر كرزي له لومړنيو څرګندونو او د هغې په وړاندې له سختو غبرګونونو وروسته داسې ګمان كيده، چې حالت عادي شوې، خو د كندهار څرګندونو دا هيلې ناسمې ثابتې كړې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد په وړاندې روانې مبارزې ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، له كله راهيسې، چې د اداري فساد پر ضد اداره جوړه شوې فساد نور هم زور اخستې دې.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په لويديځ د ولسمشر كرزي وروستيو انتقادونو ته كتنه كړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې ښاغلي كرزي د اوباما د سفر سياسي ګټې په اوبو لاهو كړې.
په ورځپاڼه كې د كندهار د عملياتو په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي، چې امريكا د كندهار عملياتو ته زړه خوري.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د امريكا اهداف او پدې ترڅ كې د افغانستان په روانو حالاتو كې د چين او روسيې اغيزې هم څيړلي دي.