کور / تازه خبرونه / کندز:دبزګرورځ ولمانځل شوه .

کندز:دبزګرورځ ولمانځل شوه .

تيره ورځ په کندوز کې دبزګر ورځ ديولړمراسموپه ترڅ کې ولمانځل شوه .
دبزګرورځ دلمانځنې غونډه ديادولايت دکرنې په رياست کې جوړه شوي وه چې دکرنې درياست دچارواکوترڅنګ دياد ولايت والې انجينرمحمدعمر اوګڼ شمير بزګرانوپه کې برخه اخيستي وه .
دغونډي برخوالوته دياد ولايت والې وويل : دکندوز لپاره ترهرڅه لومړې امنيت مهم دي ځکه که امنيت نه وې نوبزګران نشي کولاې چې خپل کرنيزمحصولات پرخپل وخت بازارته دخرڅلاولپاره راوړي ، همدغه رازهغه زياه کړه چې بزګران کولاي شي پخپلوسميوکې ددولت مخالفينوسره دسولې خبرې وکړي اوهغوې دوي ته وهڅوي چې دجګړونه لاس په سر شي اودسولې پروسې سره يوځاي شي ځکه زياتره مخالفين په اطرافوکې اوسيږي .
همدغه راز ددغې غونډي يوبل تن ګډون وال حاجې احمدشاه چې دخان اباد ولسوالې دملرغې سيمې اوسيدونکې دي وويل : چې افغان دولت اوپه ځانګړې ډول کرنې رياست ورسره هيڅ مرسته ندي کړې ، هغه دکندوز په کرنې رياست تورولګاوه چې چې کيماوې سره اواصلاح شوي تخمونه يي په لوړه بيه ورباندي پلورلي دي ، خو دکرنې رياست وايي چی دوي دکمياوي سرواو اصلاح شويوتخمونودخرڅ لپاره همدومره تخفيف لري اوددي نه ډير تخفيف په واک کې نلرې.

همدغه راز احمدشاه ديته هم اشاره وکړه چې دوي په خپلوځمکوزيات لګښت کوي ولې حاصل يي دقناعت وړنه وي دهغه په وينا دمناسب بازار نه شتون ددي لامل شوي چې دوي خپل محصولات په ټيټه بيه وپلورې .
ديادولايت دکرنې رييس عبدالعزيزنيکزاد په خپله وينا کې وويل چې دوي به سږکال دکندوزښاربرسيره په شپږګونوولسواليوکې حيوانې کلينکونه جوړکړې چې پرمټ به يي وکولاي شي په ولسواليوکې کې دمالدارانو ستونزې حل کړي ددغې کلنيکونولګښت به دکرنې وزارت دانکشافي بودجې څخه ورکړل شي ، همدغه رازهغه د دوونيوودانيودجوړيدوخبره هم وکړه چې لګښت به يي د ولايتې بيا رغونې ډلې يا پي ار ټي له لورې پري شي نيکزاد زياته کړه چې دبڼوالې په برخه کې ورسره د پي ايس جي موسسي دپام وړمرسته کړيده ولې هغه مشخص ارقام په دي اړه ذکرنکړل چې څومره باغونه يي تراوسه کيښنولې دي .
دبزګرورځ هرکال داوري يا حمل په دويمه لمانځل کيږي ولې سږکال دځني ستونزوله امله دغه ورخ دوري په 15 نيټه ولمانځل شوه .

شمال ختيزولايت کندوز يوکرنيز ولايت دي چې ډيرې وګړې يي په مالدارې اوکرنه بوخت دي ولي په دي وروستيوکې ډيرې بزګران دکرنې اومالداري دکاروبار نه خوښ ندي .