دامام اعظم ابوحنيفه (رح) دپيژندې ترعنوان لاندې په کندوز ولايت کې يوه ورځنې غونډه جوړه شوي وو .
ياده غونډه چې د کندوز ولايت دمقام په تالارکې ددغه ولايت ددينې علماوو په هلوځلو اونوښت سره جوړه شوي وه د سلګونو خلکوترڅنګ په تيروټاکنوکې جمهورې رياست ته نوماند رمضان بشردوست دکابل نه ورته راغلې وو .
نږدي ټولو ويناوالو دامام ابوحنيفه په ژوندليک اودهغه په دينې هلوځلو خبرې وکړې ،
رمضان بشردوست دغونډي برخوالوته په خپلوخبروکې وويل :ـ چې امام اعظم ابوحنيفه داسې يوشخصيت وو چې دوخت دزورپه وړاندي يي مبارزه وکړه اودقضاء دنده يي ونه منله بلکه دڅوکۍ دترلاسه کولوپرځاي دزندان تورو دروازوترشاه لاړه ،چې په پاي کي همالته ومړ، هغه وويل مونږه چې دهغه دپيروې ادعاء کووکچيري دهغه پريوه خبره عمل وکړو ښايي شته ستونزوته داواري لاره بياموو بشردوست ديوې بيلګې په وړاندي کولو سره زياته کړه چې ولسمشرحامدکرزې دسوال کاسه ټولې نړې ته نيولې ده ولې دکاسې بيخ سوردي ټول راټول کړي خيرات تيري توييږي اوداحال دي چې اوس هم زمونږه ډيري جوماتونه فرشونه اوامکانات نلرې اوملايان مو تنخاګاني ، افغانان بايد دسوال اوغوښتنې دفرهنګ پرځاي په خپله داتوان په ځان کې پيداکړې چې نوروته خير ورکړې نه داچې دبل په لورې دسوال لاسونه وغوځوي .
دغه غونډه وروسته په يوشميردينې طالب العلمانوباندي په ستاينليکونو باندي پاي ته ورسيده .