د محمد صادق ژړك كتاب [ په يويشتمه پېړۍ كې د پښتو ژبي بر خليك ] چاپ شو .
په كوټه كې د پښتو ادبي غورځنګ له خوا د تكړه شاعر ليكوال او د پښتو ژبي د سوچه تورو د ويونكي ښاغلي صادق ژړك په زيار او ترتيب سره د [ د پښتو د اوومي نړيوالي څېړنغونډي د مقالو ټولكه ] چاپ شوه چې په غوڅكۍ [ يخ زيارت ] په
2006 ء م كال كې جوړه شوې وه. په دې څېړنغونډه كې چې كومې مقالې ويل شوې دي نو هم كټ مټ هماغه رنګه چاپ شوې دي
د دې كتاب مالي لګښت د پښتو ژبي د جديد طرز شاعر ښاغلي هاشم بابر په غاړه اخيستى دى .
د يادوني وړ ده چې دا كتاب د افغانستان د جمهوررئيس ښاغلي حامد كرزي په پيغام سره پېلېږي، چې د دې غونډې په اړه يې رالېږلى دى .
هېره دي نه وي چې دې ټولنې تر دې د مخه هم دوولس ټوكه ( سرليکه ) كتابونه خپارۀ كړي