کور / تازه خبرونه / کرزي او مېرمن کلنټن ټلېفوني خبري وکړې

کرزي او مېرمن کلنټن ټلېفوني خبري وکړې

د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو پر سر د افغانستان او امريکا ترمنځ د رامنځته سوي اختلاف څخه وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلاري کلنټن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ټلېفوني خبري وکړې.
ولسمشر کرزي وړمه ورځ پر امريکا او لوېديځو هيوادونو نيوکه وکړه چي په افغانستان کي لاس وهنه يې د طالبانو مقاومت ته ملي رنګ ورکوي او د افغانستان حکومت ګوډاګى ثابتوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کرولي وويل د کرزي او کلنتڼ ترمنځ خبري مثبتي وې.
د يوه بل خبر له مخي په کابل کي د امريکا سفير د ولسمشر کرزي څخه د خپلو څرګندونو په هکله وضاحت غوښتى دئ.
بلي خوا ته د افغانستان د جمهوري رياست وياند ويلي لوېديځو هيوادونو د ولسمشر کرزي له څرګندونو څخه غلط برداشت کړئ دئ او د دې امله د راپيدا سوي شخړي څخه د امريکا او افغان حکومت مشترک دښمن ګټه پورته کوي.