دشمال 209 شاهين قول اردويوتن ريس ارکان عبدالرحمن رحمن وويل :چې دملې پوځ 6 سرتيرې تيره شپه دکندوز چهادرې ولسوالې څخه دبيرته تګ پرمهال دخاکنې په سيمه کې دالمانې ځواکونو له لورې وزل شويدي ولې هغه داهم وويل چې په دغه پيښه کې د دوي 2 عرادې موټران هم زيانمن شويدي ، اودامهال د دوي يوتن قوماندان په کندوز کې دالمانې ځواکونوپه مرکزکې دپيښې په اړه په خبروبوخت دي همداراز دپيښې يوتن عينې شاهد احمدشاه چې دپيښې دمحل نه يي کور نږدي 30 متره په واټن کې واقع دي ويب پاڼې ته وويل : چې 3 مړې يي پرځمکه پراته ليدلې اودټپيانوشوراوزوک يي په خپلوغوږونواوريدلې ، دپيښې په ځاي کې وينې اودسرمازغه او د50 په شاوخواکې دزيکويک وسلې پوچک پراته وول چې دنښتې اوډزوشاهدي يي ورکوله.
ددغې پيښې په اړه په کندوز کې ميشت المانې سرتيروڅه ندي ويلې خودکندوز دوالې وياند محبوب الله سعيدې ويب پاڼې سره په خبروکې وويل :چې ورته پيښه رامنځ ته شوي هغه زياته کړه چې تيره شپه 5 کم نه بجې دغه پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله ملې پوځ ځواکونه دچهاردرې ولسوالې ته په اکمالاتو بوخت وول ، هغه دمرګ زوبلې په اړه دقيق مالومات ورنکړل ، سعيدې وويل دپيښې په اړه پلټنې روانې دي اويوڅوکسيزه ډله يي دپلټنې لپاره ټاکلې ده .
ياده پيښه په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې تيره ورځ وسلوالوطالبانو په چهادره کې پرالمانې ځواکونو بريد کړي وو چې وروسته بيا نښته رامنځ ته شوه اوپه همدې موقعه دملې پوځ ځواکونه په اکماتې چاروبوخت وول چې ياده پيښه رامځ ته شوه .