کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / چي په تمه دسپروشي هغه پاتې په مېروشي

چي په تمه دسپروشي هغه پاتې په مېروشي

دافغانستان دولت پدي وروستيوکي ځني داسي نوښتونه وکړل چي رښتيا هم دستايلو وړ دي،اودا په ډاګه کوي چي نور نو افغان دولت له اوږده خوب نه درا پاڅيدو هڅې کوي.
داچي امريکا او په اصطلاح نړيوالي ټولني افغانانو ته دګوتې پر سر کشمير جوړ کړ،افغانانو هم يو ځل بيا دا تيروتنه وکړه چي مار ته يي په لستوڼي کي ځاي ورکړاو پر امريکا يي له حده ډير باور وکړ.او په لمړيو کي خو افغان دولت بيخي دامريکا هر امر ته لبيک وايه ددوي دخوشالولو لپاره يي په بهرني سياست کي له ټولو اسلامي او نورو دامريکا ضد هيوادونو سره اړيکې کمي اويا بيخي پري کړي.او په دننه کي يي دې نا بللو ميلمنو ته دومره واک ورکړچي ډيری افغانان يي پدي نامه چي القاعده،دامريکا ضد او اسامه ته يي ځاي ورکړي دي ووژل،کورونه او کلي يي ورته بمبارد کړل،بنديان يي کړل…خو افغان دولت هم داسي ديوه چوپ تماشاچي په ډول ننداره کوله. او پدي تمه وو چي نور مو دامريکا ملګرتوب په نصيب شوي، هرڅه به سم او ديوه ډاډمن،سوله ييز، خپلواک،ودان… او پرمختللي هيواد څښتنان به مو کړي. خو دادي پس له نهو کلونو ټولو ته دا په ډاګه شوه چي غوا توره اوشيدې يي سپينې دي،ډاډمنتيا مو په ځانمرګو بريدونواوبمباريو،سوله ييز ژوند مو په خپلمنځي جګړو او وژنو، خپلواکي مو د 49 هيوادو لخوا په استعمار او استثمار…. واوښتل.
که دنړۍ تاريخ ته يوه ځغلنده کتنه وکړو نو دي پايلی ته به ورسيږو هر ملت چي د نورو په تمه لاس تر زنی کښينستلي هغوي به يي ارو مرو بدې پايلې ليدلي وي او دنړۍ له کاروان نه به شاته پاتې وي. څه ښه وايي (چي په تمه دسپرو شي هغه پاتې په مېرو شي). په موږ هم هاغه کانه شوي نهه کاله مو دامريکا په تمه تير کړل خو اوس هماغه امريکايان راته دبي کفايتي ،نا سمې اداري، په فساد ککړيو پوليسو…. پېغورونه راکوي.
له نيکه مرغه دافغانستان ددولت هم پدي وروستيو کي دي ته پام شوي چي دامريکا يانو او زموږ موخې سره بيلي دي، نورنو دامريکا په تمه کښينستل بي ګټي او امريکا ته زموږ دهيواد تر جوړولو او دتل پاتې سولې د راوستلو نه خپلې موخې ارزښتناکي دي، او خپل امپرياليزم ته د ودې ورکولو لپاره کار کوي. او موږ بايد پخپله لاس په کار شوتر څوافغانان له روان ناورين نه وژغورو، چي دا چاره لمړي دولسمشر کرزي په نوښت دافغانستان لپاره دلندن په نړيواله غونډه کي(له وسلوالو مخالفينو سره دجوړجاړي کولو) په يادولو باندي پيل او لا روانه ده، چي دلته يي په لنډ ډول د دا وروستيو څو بيلګو يادونه اړينه بولم:
1ــ دلندن په نړيوال کنفرانس کي ولمشر کرزي بي لدي چي د نورو ګټې په پام کي ونيسي ملي روغه جوړه او له وسلوالو مخالفينو سره خبرې دافغانانو دستونزو داوارولو لپاره اړين وبلل.
2 ــ سعودي عربستان ته د ولسمشر سفر دعمرې دحج ادا کول او له عرب چارواکو نه دافغانستان دستونزو په اوارولو کي د همکاري غوښتنه.
3 ــ چين ته چي په اقتصادي لحاظ دامريکا تر ټولو لوي سيال ده د ولسمشر سفر اوافغانستان ته د چينايي چارواکو پام را اړول،او په افغانستان کي ورته دبيا رغووني په کارو کي د ونډې اخيستلو بلنه ورکول.
4 ــ دايران د ولسمشر احمدي نژاد چي دامريکا تر ټولو سرسخت مخالف ده،افغانستان ته رابلل او ورسره د دوه اړخيزو همکاريو ژمنه کول.
5 ــ دافغانانو لپاره تر ټولو ښه خبره، د ګلبدين حکمتيار (چي نوم يي دامريکالخوا په تورليست کي ليکلي ده) دوسلوال ګوندلخوا له افغان دولت سره دخبرو لپاره ديوه لوړپوړي پلاوي تر ولسمشري ماڼۍ پوري راتلل.
که خبره ترغاښ لاندي ونشي نو تر اوسه لا ډيری افغانان د افغانستان ددولت خپلواکي ته دشک په سترګه ګوري،خو دافغان دولت دا وروستۍ هڅې چي پورته يادي شوي تر ډيره بريده د دا ډول شکونو په کمولو کي مرسته کوي.الله (ج) دي وکړي چي افغان دولت دځوريدلو،بيوزلو او جنګځپليو افغانانو دستونزو په اوارولو کي نور هم داسي خپلواک تصميمونه ونيسي.