يو تصوير د پرنګي په تلويزيون کي له کابله
لکه سور ټپ د ناسور چي غوړيدلی وي په سترګو
توري دوړي په کوڅو کي زغلېدلې
د مسجد او ميخانې توپير يې نه وو
دواړه زړونه په ګوليو لګيدلي
رياکار اشنا مي اوښکي تويولې ، دا يې ويلې :
دغه شاړي چي يې ګورئ
دهلال په څير سپوږمۍ وه
دښارونو ښاپيرۍ وه
دهرچا دلاس ګوډۍ شوه
دا بې شرمه دا بربنډه
لامذهبه کنچنۍ شوه
پاک الله ورته غصه شو
دغه شاړي چي يې ګورئ
يو بڅرکی له دې دوړو راښکاره سو
يوه پېغله ښاپيرۍ سوه
سره لاسونه ، توري سترګي
سينګار شوې ناوکۍ سوه
دکابل د اور سپرغۍ سوه
په خبرو باندي راغله
دا يې ووې:
په خوږو خوږو خبرو
د کوډګرو په دمونو به جوړ نشي زما ټپونه
رياکاره اشنا ولي په ما ژاړې ؟
ته خنجر يې ته مرهم يې
کله زهر کله عسل يې
ما کتل چي تا وژلم
دغه څنګه يارانه ده
کله خاندې کله ژاړې
رياکاره اشنا ، بس کړه تهمتونه