په کندوزولايت کې دالمان ميشوځواکونودمطبوعاتومسوول ويبر لراوبر ويب پاڼي سره په خبروکې وويل چې دچهاردرې په ننیيونښتوکې د دوي درې تنه سرتيرې وژل شوي او5 نورټپيان شويدي خودجګړې په اړه يي زيات تفصيلات ورنکړل دغه جګړه اوس ختمه شويده خوها خوا بيا
طالب وياند قاري ذبيح الله مجاهد ديوناڅرګند ځاي څخه دټيلفون پرکرښه ويب پاڼي ته ادعاء وکړه چې نن دجمعې په ورځ 2 بجې دکندوز ولايت چهاردرې ولسوالې د سرک بالا په سيمه کې په بهرنيوځواکونو باندې د دوي له لورې دبريد په پايله کې ، د 2 ټانګونودويجاريدوترڅنګ 8 بهرنې عسکر وژلې او10 نوريي ټپيان کړيدي.
همدغه راز دچاردرې ولسوال عبدالواحدعمرخيل بيا وايي چې المانې ځواکونه دخوګياڼوکلې اووسلوال طالبان دعيسي خيلوپه کلې کي مورچلي نيولي دي اويوپربل ګوزارونه کوي .او ځايي خلک ټول په کورونوکې ناست دي دهغه پروينا ځيني وسلوال دکورونو نه ډزې کوي خو هيڅ احوال يي نه کيږي.دکندوز په ښارکې دسهارمهاله دالوتکواوازونه اوريدل کيږي خو دبمبارد په اړه يي څه ندي ويل شوي .
داپه داسې حال کې ده چي تيره ورځ هم دمرکزې بغلان په سيمه کې په جګړه دواړوښکيلوغاړويوبل ته دمرګ زوبلې اړولوادعاګاني کولي