د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي پرونۍ څرګندوني بېځايه وبللې او ويې ويل امريکا د افغانستان په کورنيو چارو کي لاس وهنه نه کوي.
د خارجه وزارت وياند فليپ کرولي وايي د افغانستان د تېر کال په جمهوري رياست انتخاباتو کي د درغليو ګڼ شمېر اسناد موجود دي او امريکا هيڅکله د دې انتخاباتو د بدنامۍ هڅه نه ده کړې.
فليپ کرولي وويل د افغانستان ولسمشر په دې خبرو غواړي چي پر خپله له فساده ډکه اداره پرده وغوړوي، ځکه چي حکومت يې په نړۍ واله کچه د فساده ډک بلل سوئ دئ.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون پر امريکا او لوېديځو هيوادونو تور ولګاوه چي د افغانستان انتخابات يې بدنامه کړل او د افغانستان په کورنيو چارو کي لاس وهنه کوي، که دوى د يوه غلام په توګه د افغانستان د حکومت د کارولو هڅه وکړي، افغان حکومت به يې پر ضد د ملي مقاومت ږغ پورته کړي.