د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي وايي له امريکا سره د تيري اونۍ په ستراتيژکو خبرو کي يې دغه هيواد ته واضح کړه چي پاکستان هم يو قوت دئ او بايد امريکا توجه ورته وکړي.
شاه محمود قريشي وويل د وزيرانو په کچه په دې غونډه کي يې د امريکا حکومت ته قناعت ورکړ چي د تروريزم ضد جنګ کي يې هيواد ريښتنى دئ او بايد امريکا باور په وکړي.
د خارجه وزير په وينا دا ليدنه د نورو څخه مختلفه وه او د دواړو ملکونو په اړېکيو کي د پخوا په نسبت يو پر بل اعتماد پيدا سوئ دئ.
د پاکستان او امريکا تر منځ پر دې غونډه افغان حکومت خپل نظر نه دئ څرګند کړئ، خو هندوستان ويلي وو که امريکا په سيمه کي يوازي د پاکستان ګټي په نظر کي ونيسي، هندوستان به له ستونزو سره مخ کړي.