د هندوستان حکومت په کابل کي د فبروري د ډله ايزو حملو مسئوليت د پاکستان پر لښکر طيبه باندي واچاوه.
د هندوستان حکومت پرون له يوې نيمي مياشتي وروسته خپل دريځ څرګند کړ او د افغانستان د استخباراتي سرچينو هغه خبر يې تائېد کړ چي په کابل کي پر صافي لنډمارک هوټل باندي په حمله يې د پاکستان لښکر طيبه ډله تورنه کړې وه.
د هندوستان د حکومت په غبرګون کي د لښکر طيبې ډلي تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د افغان حکومت ادعا يې رد کړې وه او ويلي وو چي د دوى ډله په افغانستان کي نفر نه لري.
د فبروري د مياشتي په حمله کي چي ١٧ تنه پکښي مړه سول، د دوو پوځي مامورينو په ګډون نهه تنه يې هنديان وو.
لښکر طيبه هغه ډله ده چي په کشمير او پاکستان کي د هندوستان پر ضد جنګيالي روزي او په ٢٠٠٨ کال د ممبى په حملو کي په لاس لرلو تورنه سوې ده.