ځينې انسانان فطرتاً داسې پيداشوي دي چې سرزوري خوند وركوي ، غواړي چې ټولې مسئلې ددوى له خوښې سره سم حل شي ، ټولې پرېكړې ددوى په خوښه اوددوى په ګټه وشي . همدالامل دى چې په نړۍ كې جګړې او جنجالونه رامنځته كېږي. دنورو په ملكيتونو ،ګټو او حدود تېري پيل شي.((قابلي)) احساسات او تكبراو ((هابلي ))مظلوميتونه رامنځته شي . وينې تويول ، وژل رټل ،بندي كول عام شي او نړۍ له بې نظمۍ اواضطراب سره مخ شي .
خو الله ج دنړۍ دنظم اودځمكې پر مخ دعدالت دټينګښت لپاره ډېرښه او هراړخيز قوانين ټاكلي دي . داسې قوانين چې له مخې يې دهرچا ،بلكې هرساكښ اوبې ساه شي حقوق او ګتې تضمين دي.
الله ج فرمايي چې كله مو ترمنځ جګړه او كشمكش راپيداشو نو هڅه وكړئ چې دسولې او تفاهم له لارې يې حل كړئ. الله ج فرمايي چې ( والصلح خير) يعنې سوله ښه كاردى. الله ج انسان دسوله ييز ژوند پر تېرولو مامور كړي دي .
داسلام دسپيڅلي دين له نظره دنورو پر ملكيتونو ، حريمونو تېرى ناسم كاردى او هرڅوك بايد پخپلې برخې قناعت وكړي.
دا خو يو واقعيت دى چې په نړۍ كې د انسانانو تر منځ ټول لانجمن مسايل د خبرو، تفاهم او مذاكرو له لارې اوارېږي او داسې ډېره كمه پېښه شوې ده چې د زور او جګړو له لارې دې ستونزو او مشكلاتو ته د حل لاره موندل شوې وي، همدا لامل دى چې د نړى په هره سيمه كې انسانان كوښښ كوي د جګړو د دوام پر ځاى پر خبرو او تفاهم ټينګار وكړي او پدې توګه د انسانانو ترمنځ د ډاډمن او سوله ييز ژوند د دوام لاره پيداشي، زموږ ګران هېواد افغانستان چې څه له پاسه له درې نيمو لسيزو راپدېخوا په بېلو بېلو پلمو د جګړو په اور كې سوزېږي او د دې تاريخي هېواد هر اوسېدونكي د هغې ورځې د رارسېدو په تمه شپې سبا كوي چې په هېواد كې يې سوله ييز ژوند واكمن وي او خلك په ډاډه زړه وكړاى شي خپل عادي ورځنى ژوند پرمخ بوځي.
زموږ هېواد چې په تاريخي لحاظ د جرګو د هېواد په نامه شهرت لري او د تاريخ په اوږدو كې زموږ پلرونو او نيكونو كوښښ كړى دى ټول خپلمنځي مشكلات د جرګو، مركو او تفاهم له لارې حل كړي چې كليوالې جرګې، سيمه ييزې جرګې او لويه جرګه يې ډېر ښه او غوره مثالونه دي، خو له بده مرغه له څه مودې څخه راپيدخوا دغه اصيل افغاني اصل له پامه غورځول شوى او هېواد مو په دوامداره توګه د جګړو او مرګ ژوبلې ډګر پاتې شوى دى چې په اړه يې بايد هر اړخيز فكر وشي او په هره وسيله چې وي په هېواد كې دغه اصيل افغاني دود را ژوندى كړاى شي تر څو خلك مو له دغه اوږده ناورين څخه نجات ومومي او په هغه مسير كې د يون لاره ومومي چې د ټولنيز ژوند د بقا لپاره ورته اړتيا ده.
له نيكه مرغه په دې تازه شپو ورځو كې د انجينر ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب يو واكمن هيئت چې مشري يې انجينر قطب الدين هلال كوي د هېواد پلازمينې كابل ته راغلى او دروغې جوړې په اړه يې د ولسمشر حامد كرزي په شمول له يو لړ نورودولتي او سياسي شخصيتونو سره خپلو ليدوكتو ته دوام وركړى دى چې دا زموږ د هېوادوالو لپاره يو ښه او خوشحالوونكى خبر دى او د سولې د بهير د روانولو لپاره يو غوره او ګټوره پيلامه ده چې كېداى شي دغه شان خبرې اترې اوليده كاته خپله لمن پراخه كړي او په جګړه كې نورو دخيلو اړخونو ته هم لار پيداكړي او په دې توګه هغه خنډونه لمنځه يووړل شي چې تر اوسه پورې زموږ د هېواد پرسياسي فضاواكمن دي.
كه څه هم ښايي زموږ ځينې بهرني دوستان چې ظاهراَ ځانونه دوستان بولي، خو په واقعيت كې زموږ دلاتباهۍ او بربادۍ ورځې شپې شمېرې په دې اړه ځينې انديښنې ولري، خو موږ افغانان چې د خپل هېواد او خپلو خلكو په وړاندې مسئوليت لرو بايد داخپله وظيفه او وجيبه وبولو چې خپلې ملي ګټې تر بل هرڅه راته زيات ارزښت ولري او په دې لاره كې تر ممكنه حده پورې خپلې ملي او اسلامي هلې ځلې جاري وساتو تر څو له يوې خوا خپل ملي رسالت او مسئوليت سرته ورسوو او له بلې خوا د غرض د خاوندانو شوم اهداف په اوبو لاهو كړو.
په هېواد كې د روانو ستونزو د حل يوازينۍ لاره همدغه تفاهم او مذاكرات دي، جرګې او مركې دي او خپله د افغانانو تر منځ ناسته ولاړه ده ځكه افغان د افغان په ژبه ډېر ښه پوهېږي او افغان د بل افغان غوښتنې او خواهشات درك كولاى شي، نو اوس چې د خبرو اترو دغه لړۍ پيل شوې او داسې معلومېږي چې ښه نيت هم پكې موجود دى، نو غوره داده چې دغه لړۍ په نيمه لار كې نيمګړې پرېنښودل شي او تر هغه پورې دوام وركړل شي چې يوه مثبته نتيجه ترې تر لاسه شي، كه څه هم ښايي د يو لوري ځينې غوښتنې به هغه بل لوري ته د منلو وړ نه وي او يا به څه نا څه ملاحظات پكې ولري، خو دا د دې معنىٰ نه لري چې غوښتنې او وړانديزو د عوض كېدو وړ نه دي نو كه رښتيا هم ښه نيت موجودوي او ملي ګټې تر بل هر څه غوره وبلل شي نو سل په سلو كې د دې امكان شته چې دريځونه سره نږدې شي او يوې د قناعت وړ فيصلې ته ورسېږي.
زموږ مشوره داده چې دنورو دحذف او انحصار فكر بايد له منځه ويسو ټول افغانان ددې هېواد بچيان او پدې هېواد كې حقداره وبولو.
موږ هيله لرو چې د سولې دا روانه پروسه به دوام ومومي او په نتيجه كې به هغه څه ترلاسه شي چې زموږ ملت ورته تږى دى، جګړې او تاوتريخوالى له تباهۍ او بربادۍ پرته بله پايله نه لري، د افغانستان په شان يو تاريخي او باتور هېواد چې په دې يوويشتمه پيړۍ كې د نړۍ له ډېرو نېستمنو هېوادونو څخه شمېرل كېږي يوازينى عامل يې جګړې او تاوتريخوالى دى، نو ځكه خو افغانان د زړه له كومې غواړي چې په هېواد كې يې د جنګ او جګړو پرځاى سوله، امن او ثبات واكمن وي ترڅو په دې توګه وكړاى شي د نړيوال تمدن له بهير سره ځانونه مله كړي او د پرمختګ لوړو پوړيو ته ځانونه ورسوي.