دافغانستان پرسردامريکااوپاکستان نږديوالی دهندغيرت راپاروي
نوی دهلی – رويتز
داسي ښکاري چه په نړيدلی افغانستان کې د نفوذ لپاره کشمکش د پاکستان په ګټه تمام شي ، په هند کې دا ويره او تشويش مخ پر زياتيدو دي چه د افغانستان په بالوکاله جګړه کې به د پاکستان لاس تر هند لوړاو اوږد وي ، پداسې حال کې چه دواړه هيوادونه زيار باسي تر څو هغه سياسي خلا ډکه کړي چه د هغه جنګ په ختميدو به رامنځ ته شي چه په افغانستان کې امريکا په لاره اچولي دي .
کيد لاي شي دا تشويشناک حالت د پاکستان او هند تر منځ د روغې جوړې خبرې هم زيانمنې کړي ، او د هند او امريکا تر منځ هغه مخ پر ودې اړيکې هم زيانمنې کړي چه پدې وروستيو کې پياوړي شوي وې .
پدې وروستۍ اونۍ کي د پاکستان د پوځ او دامريکا د سياستمدارانو او لوړ رتبه مامورينو تر منځ په واشنګټن کې استراتيژيکې خبرې تر سره کيدل ،او د هغونظامي حملو ستاينه چې پاکستان د طالبانو دځپلو لپاره پدې وروستيو کې تر سره کړي ، په ځانګړې توګه په پاکستان کې د طالبانو د سياسي مشران نيول ، او د امريکايانو مرستی پاکستان ته دا ټول د دې لامل شوي تر څو په هند کې دا شعور او احساس نور هم ټينګ کړي ، چه ګواکې د هند رول به په افغانستان کې ثانوي رول وي .
او هغه څه چه دا شعور او احساس نور هم ټينګوي ، هغه اعتقاد دي چه ګواکي دلوديځ ځواکونه د طالبانو سره د هرډول روغې جوړې لپاره پاکستان ته تر هند ديره اړتيا لری که چېري لوديځ وغواړي له افغانستان نه ووځي او دا کارکيدلاي شي د لوديځ او نوي را پورته شوي آسيايي اقتصادي قوت تر منځ اړيکې کړکيچنې کړي .
پدې هکله د هند پخواني وزير لاليت مانسينګ وايي : ” په هند کې داسي احساس دي چې دپاکستان غرور مخ پر زياتيدو دي ..د پاکستان سره دا باور پوخ شوي چه د افغانستان په شخړه کې امريکا پري اعتماد کوي او په افغانستان کې به د امريکا د پلانونو په تنفيذ کې رئيسي رول ولوبوي ” .
په افغانساتان کې د هند د مصلحتونو پر ضد د پاکستان نظامي حملو هم د هند دا راز احساس پياوړي کړي چه ګواکي د افغانستان په سياسي ډګر کې د پاکستان پر ځان اعتماد پوخ شوي دي، چيرته چه د هند سياسي او اقتصادي نفوذ تر يرغل لاندي نيسي . که د طالبانو د حکومت پر مهال د هند نفوذ په افغانستان کې محدود شوي و ، خو دښاغلي حامد کرزي د حکومت په لړ کې هند خپل نفوذ په افغانستان کې پراخه کړ تر څو وکولي شي د دوي په عقيده د هغو تندروانو مخيوي وکړي چې کيدلاي شي کشمير ته لدې سيمې نه ورواوړي ، او د پاکستان په ګټه عمليات تر سره کړي ، لدې کبله يې په افغانستان کې قنصلګرۍ خلاصي کړي اوسربيره پدې يي په افغانستان کې د بيا رغونی پرګرامونه په لاره واچول .
خو د لندن کنفرانس د افغانستان په هکله او دا چه ممکن اوروپا او امريکا د طالبانو ځيني مشران د افغانستان د سياسي ثبات او استقرار لپاره په حکومت کې ومني په هند کې د ديرو سياستمدارانو ذهنيت بدل کړ.
د هند يوپخواني ديپلومات بهادر کومار چه په کابل او اسلام آباد کې يي دنده ترسره کړي ده وايي : ” دا راز د نه ژمنۍ او نامرادۍ يو ريښتينی احساس او شعور- آن تر دې چه د نه منلو خبره ده داچه امريکا د سولې پروسه د طالبانو سره د نوی ډهلی پر ضد ديو حرکت په څير په لاره واچوي – را پيدا شوي دي “.
خوځيني نور سياستپوهان د افغانستان په هکله د لندن کنفرانس ،اودطالبانو سره د مصالحې د پروسې په اړوند د خوشبينۍ احساست مبالغه آميز ګڼي اودا تحليل نه مني چې امريکا دې د طالبانو سره د مصالحې اړوند نرمښت ښولي وي ، اودا احساس يوازي د هندي ديپلومات بهادر کومار ليد لوری بولي .
ښاغلي کرزي هم پدې وروستيو کې خپل پام او ترکيز پر پا کستان متمرکز کړي دی او د يو سف ګيلاني سره يي د ليدلو پر مهال وويي: ” دا سمه ده چه هند د افغانستان دوست هيواد دي ،خو پاکستان د افغانستان ورور هيواد دي ، جوړه ورور “.
خو وضعيت دايما دا راز ندې پاتې شوي ، د مومباي له حملو نه وروسته امريکا پر پاکستان فشار راوړ تر څو د تند روانو مخنيوي وکړي . اودامريکا د بهرنيو چارو د وزيرې له سفر نه وروسته چه نوی ډهلي ته يي درلود ، د دهند صدر اعظم په واشنګټن کې په درنښت استقبال شو.
خوپه افغانستان کې د هند پر مهمانخانه باندي د حمله اړوند د امريکا سوړغبرګون ديرهندوان غندي او د دوي په اند پر دې دلالت کوي چه د دې حملې تر شا د پاکستان لاس و .
بهادر کومار وايي : ” د تاسف ځاي دي چه د باراک اوباما ادارې خپلې ژمنې پدې هکله هيرې کړي دي چې په پاکستان کې به د يموکرات قوتونه پياوړي کوي ” .
کيدلاي شي ټول کارونه د پاکستان په مصلحت تمام نشي .
د يورآسيا په ډلګۍ کې سياسي څيړونکي ماريا کوسيستو په خپل رپوت کې ليکلي : ” اسلام آباد پدې عقيده دي چه له امريکا سره زياته همکاري او کومک به د اوږده مهال په ترڅ کې هغه استراتيژيک توازن ته لاره اواره کړه چه په سيمه کې د هند سره ورته اړتيا لري ، خو داسې بريښي چه امريکا به د پاکستان د دې غوښتنوپه هکله دير محطاط وي ” .
دهند دولتي مسؤلين پدي باور دي چه که پاکستان دعامو اړيکو دا جنګ ګټلي شي نو هند هم د سياسي لوبي لپاره ساحه لري .اود انديان اکسپرس ورځپاڼي وايي : ” کيدلاي شي هند د دې لپاره تيار وي تر څو دپاکستان سره د مقابلې لپاره د طالبانوله عناصرو سره خبرې وکړي “.
خو د هند او امريکا تر منځ کړکيچ هغه مهال را ښکاره شو کوم مهال چه هند وغوښتل تر څو په امريکاکې له قانوني لارې نه وتوانيږي چه مسؤلين يي له ديفيد هيدلي سره وګوري چه پدې وروستۍ مياشت کې يي د يوې امريکايي محکمې په وړاندي اعتراف وکړ، چه دی د مومباي دانتحاري حملو په هغو اهدافو خبر وو، چه څه د پاسه ۱۶۶کسه پکښي ووژل شول .
نوکيدلاي شي لدې ځايه د هند پارلمان هغه قانون شنډ کړي وي چه په پايله کې يي امريکايي شرکتونه هغه بازار ته ننوتلي شول چه ۱۵۰ بليونه ډالر بيه يي درلودله ، او دا کار د امريکا د قهر او غضب لامل شو .
دهند دملي امنيت پخوانۍ مستشار براجيش وايي: ” د هند په سياسي موسسه کې تشويش د دې اعتقاد په اساس رامنځ ته شوي چه امريکا غواړي په لنډ مهال کې له افغانستان څخه ووځي .پاکستان غواړي پدې هکله روغې جوړې ته لاره اواره کړي . او دار دا دې چه دا کار به موږ بيا نويمې لسيزې ته راوګرځوي
.
د الرياض په ورځپاڼه کې خپور شوی رپوټ