کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د دېوالونو پسرلی

د دېوالونو پسرلی

په وروستیو څو اونیو کې د کابل د ښار په ګوټ ګوټ کې نوي دېوالونه غوړېږي. د بهرنیانو د کار ځایونه، دولتي ادارې او د قدرت د خاوندانو کورونه که پخوا یې دېوالونه درلودل، اوس یې دېوالونه لوړېږي، که پخوا یې دېوالونه لوړ وو اوس د لوړو دېوالونو مخې ته نوې دېوالونه راټوکېدلي چې تر پخوانیو لا اسمان ته نیږدې دي او هغه ادارې چې پخوا یې شاوخوا ته اوسپنیزې کټارې وې، نن ترې دېوالونه تاوېږي. ان چې د کابل سین هم د دېوالونو پسرلي بې برخې نه دی پرې ایښی او د سین د غاړو دېوالونه په بې ساري ډول پورته خېژي.
په لومړي سر کې چې د افغانستان د نوي دولت ساتونکو د کابل د ښار په زړه کې هغه سیمې و نیولې چې د ښار ښکلا پرې جوړه وه، د سړکونو په پیاده روونو یې چکونه واچول او له خپلو تاسیساتو یې د شګو ډکې، په فلزي جالونو کې خوندي شوې بوجۍ تاوکړې. که به د حکومت د لوړو مقامونو کوم کس یا د زور خاوندان له خپلو محافظوي دېوالونو را بهر شول نو سړکونه به د ترافیک پر مخ وتړل شول. چې د خلکو شکایتونه به د ولسمشرۍ تر هسکو دېوالونو ورواووښتل نو ولسمشر به امر وکړ چې چکونه دې له سړکونو لېرې شي خو په سبا یې شتو چکونو نورې ځېلۍ هم غزولې وې. وروسته چې ځان مرګي بریدونه ډېر شول، نه یوازې د بهرنیانو میشت څایونه بلکې حکومتې ودانۍ هم د لوړو سېمټي تختو تر شا ستر کړای شول. خو اوس نو خبره تر دې هم تېره شوه، اوس موقت بلاکونه کافي نه ګڼل کېږي او درګرده له تېږو او خښتو پاخه دېوالونه جوړېږي.
د مارچ په دېرشمه د بشري حقوقو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیساریا دفتر په یو رپوټ کې وویل چې مرستندوی هېوادونه د خپلو مرستو په سلو کې له پینځلسو تر دېرشو پورې یوازې د خپلو کسانو په امنیت مصرفوي. د افغانستان حکومت چې د خپلو ادارو پر ساتنه کوم لګښت کوي د انکشافي پروژو یوه د پام وړ برخه جذبوي. په دغو لګښتونو کې یوه برخه (شاید یوه ستره برخه) د توجیه وړ لګښتونه دي او د انتقاد ګوته ورته نه شي نیول کېدای خو د یوې بلې برخې په هکله – که هر څومره وړه هم وي – باید پوښتنه وشي چې څومره پر ځای دي؟
دولتي ادارې که د اوسپنې په اوو کلاوو کې و پوښل شي، بهرني ځواکونه چې د ښارونو په زړه کې یې ځای نیولی دی که د میشت ځای د احاطې د ېوالونه یې تر اسمانه ورسېږي بیا به هم د امنیت په راوړلو کې نا کامه ښکاري او په خپله به هم په امن کې نه وي.
ویل کېږي چې د دغو ځایونو امنیتي تدابیر له دې امله لاپسې شدید شوي چې د دښمن عملیات پراخه شوي او ځانمرګي بریدونه تر پخوا ډېر شوي دي. کېدای شي چې دا فرضیه پر بل مخ واړوو : تروریستي فعالیتونه ځکه ډېر شوي دي چې بهرني ځواکونه او دولتي دستګاه د خلکو امنیت ته لږه او او خپل امنیت ته ډېره توجه کوي.
په دې ډول د پوښتنې طرح کول به د هر چا له پاره د منلو وړ نه وي. شاید هم چې په دې ډول د پوښتنې طرح کول به تر ډېره حده بې انصافي وي، خو خبره په دې ارزي چې له نېږدې ورته وکتل شی.
ولې، په داسې حال کې چې د مخالفینو له خوا وژل شوي ملکي کسان درې ځله تر هغو زیات دي چې د اېتلاف د قواوو د عملیاتو په ترڅ کې تلف شوي دي، د افغانستان عامه افکار د اېتلاف د ځواکونو له عملیاتو ډېر ځورېږي؟ ولې د افغان ملي اردو د سرتېریو او د افغانستان د ملي پولیسو د افرادو د مړینې ارقام په هېواد کې د خبرو موضوع نه جوړوي؟ ولې د افغان ملي پولیسو تلفات د ملي اردو او د ایساف د ځواکونو درې برابره دي؟ ولې د کابل په واټونو کې امنیتي اقدامات د عامو وګړو د نارضایتۍ سبب کېږي؟ ولې افغانان د امنیت په برخه کې د حکومت وړتیا ته د شک په سترګه ګوري؟
دا ټولې پوښتنې، که څه هم په جزییاتو کې سره بېلې دي خو یو ګډ ټکی په کې له ورایه ښکاري. افغانان په خپل هېواد کې د مصوونیت او امنیت احساس نه کوي. کله چې چارواکي خپل ځانونه کلابند کړي، عام وګړي په طبیعي ډول دا نتیجه اخلي چې «هغوی ځان وساته موږ یې پرېښودو چې هر څه راباندې کوي». د حکومت او د بهرنیو ځواکونو ټول امنیتي اقدامات په ولس کې د ناامنۍ احساس پیاوړی کوي او ولس له حکومته فاصله نیسي.
تر دې لا ستونزمنه خبره د حکومت د مامورینو دریځ دی : د حکومت مامورین تر څو چې په ښار کې وي، مخکې له دې چې سهار د خپلو ادارو دروازې ته راشي – د تالاشۍ تر ټکي پورې – د عامو وګړو په څېر ورته د شک په سترګه کتل کېږي، خو کله چې د سېمټي دېوالونو له ټکه واوړي بیا د حکومت نماینده ګي کوي. کله چې په ښار کې عام وګړي حکومت ته ښکنځل کوي دوی یې باید په ډېر زغم واوري او ورته دې له ځواب ویلو عاجز وي، خو کله چې په اداره کې وي نو بیا هم ځان په امن کې نه شي احساسولای.
که د دې پر ځای چې د هېواد شتمنۍ د دغو بې ګټو امنیتي دېوالونو په لوړولو مصرف شي، همدغه شتمنۍ په هېواد کې د اقتصادي فعالیتون د پیاوړتیا له پاره وکارول شي نو هم به د امنیت وضع ورسره ښه شي او هم به د خلکو په ژوند کې ښه والی راشي.
حکومت که غواړي چې په هېواد کې یې موجودیت مشروعیت ولري باید له خلکو سره خپله فاصله کمه کړي او د حکومت او ولس تر منځ ړرول شوي مادي او معنوي دېوالونه ونړوي. چارواکي باید ځان له عامو وګړو پورته و نه ګڼي، او خپل امنیت د عام امنیت د تامین په نتیجه کې وویني. پرته له دې، امنیتي ګواښونه ډېرېدای شي خو کمېږي نه.