د پېښور په ګډون په بېلابېلو ښارونو كښې يوم افتخار ( د جسټس افتخار چودري سره ديوالي څرګندولو ورځ) ونمانځل شوه پيښور كښې د يوم افتخار د ورځي په مناسبت وكيلانو لاريون وكړ اودپاكستان بار كونسل پرغوښتنه د پيښور هائيكورټ په وانۍ كښې جلسه وشوه جلسې ته د وينا په ترڅ كښې د وكيلانو د تنظيم مشرانو د عدليې د خپلواكۍ او د ګوښه كړل شوو قاضيانو د بحالۍ لپاره د وكيلانو روان غورځنګ وستائلي اوپه ډاګه يې كړه چې غورځنګ به دوام وركړل شي او د عدالتونو څخه د با ئيكاټ لړۍ به روانه و اوسي پدغه وخت وكيلانو غوښتنه وكړه چي دسترې محكمې ګوښه كړل شوی رئيس افتخار محمد چودري دي اّزاد كړل شي.