کور / تازه خبرونه / هندو سخت دريځي: ثانيه ميرزا له هنده وشړئ

هندو سخت دريځي: ثانيه ميرزا له هنده وشړئ

هندو سخت دريځو وروسته له هغه د هندوستان د مشهوري ټينيس بازي ثانيه ميرزا د شړلو غوښتنه وکړه، چي هغې د پاکستاني ټينيس باز شعيب ملک سره د واده پرېکړه وکړه.
د هندو سخت دريځو شيوسينا ګوند له هندوستان څخه د ثانيې ميرزا د شړلو غوښتنه کړې او وايي هغې د هندوستان څه باندي يو ميليارډ وګړو حيثيت ته سپکاوى وکړ، چي ځانته يې پاکستانى مېړه انتخاب کړ.
بلي خوا ته د پاکستان نيژدې ټولو سياسي ګوندونو د ثانيې ميرزا او شعيب ملک د واده هرکلى کړئ دئ.
د شيوسينا ګوند دوې مياشتي دمخه د کريکيټ په آى، پي، آيل ټورنمنټ کي د پاکستاني لوبغاړو د ګډون مخنيوى هم کړئ وو، چي د باليووډ د ستوري شاهرخ خان سره د پاکستاني لوبغاړوپر سر غټه لانجه وکړه.