حبيب مايار
ډېر ځله د خپل هېواد زړه بوږنوونكو پېښو او وژنو ته فكر كوم دا پوښتنه راسره پيداكېږي چې ولې او ترڅو؟ خو د خپل فكر هېڅ سر او بر نشم ور وستلاى. ځكه كه چېرې د بهرنيانو نادودو ته فكر كوم، نو بېرته خپل دولت او خپله افغانان هم يو څه تر ملامتۍ لاندې رانه نيول كېږي، هغه په داسې ډول چې همدا افغانان وو، چې بهرنيانو ته يې لبيك وايه او هم يې اوس ورته وايي، بهرنيانو ته خپله د افغانانو له خوا لارښوونه وركول كېده، چې څه وكړي، كومې خواته لاړ شي، چېرته بم واچوي، په كوم ځاى كې ملېشه خوشې كړي، له چا څخه سر پرې كړي او….
له هغې ورځې څخه چې بهرنيان افغانستان ته د سولې او د ترورېزم د له منځه وړلو په پلمه داخل شوي، په زرګونو بې ګناه افغانان يې له منځه وړي دي. پرته له هغو چې د دوى په وړاندې يې جبهه نيولې، په زرګونو افغانان د بمونو، بمباريو، حملو او چاپو قرباني شوي دي. غواړم بېرته د خپل فكر په لور لاړ شم، دا چې زه ولې نشم كولاى چې د دا ډول پېښو په اړه فكر وكړم هغه هم د جنوبي او جنوب ختيځو ولايتونو په اړه، خو د دې ډول فكر په اړه مې څو ورځې وړاندې د خپل يوه دوست خبرې چې له يوه هلمندي سره يې كړې وې، له تاسې سره شريكوم.
نوموړي له يو داسې هلمندي سره خبرې كړې وې، چې د زده كړو د نعمت لرونكى و. له هلمندي يې پوښتنه كړې وه، چې ولې ستاسې په ولايت كې د نورو ولايتونو په پرتله ډېره نا آرامي ده او ولې د داسې پېښو مخنيوى نه كېږي، په داسې حال كې چې په ډېرو نورو ولايتونو كې هم ستاسې د ولايت په ډول مخالفين شتون لري او هلته هم مخالفينو د جهاد غږ پورته كړى دى او هلته هم طالبان شتون لري خو بيا هم ښوونځي شتون لري، ژوند روان دى او د هلمند په ډول هره ورځ د جګړې او وژنو غږ نه ورڅخه اورېدل كېږي. خو نوموړي ورته ويلي، چې دا سمه ده چې نور ولايتونه د هلمند په ډول نه دي. خو كه چېرې په هلمند كې د بېلګې په توګه زه غږ پورته كړم چې ولې پر موږ داسې حال دى؟ راځئ چې سره كښېنو اړو خبرې وكړو، ته يې په يقين سره ومنه چې دويمه يا درېيمه ورځ ما وژني، البته چې دا وژنه كومې ډلې ته منسوبه نه ده، بلكې خامخا به داسې يو كس چې خپل غږ پورته كړي يا د دولت، يا بهرنيانو او يا هم د طالبانو له خوا څخه وژل كېږي، د نوموړي هلمندي له خبرو ښكاري چې په دې هېواد كې د روغجنې دموكراسۍ د اصولو له مخې د بيان آزادي څه چې د حق غوښتل هم د يو چا د وژلو لامل كېداى شي، دلته اوس څوك نه شي كولاى چې ووايي، دا ولې داسې كېږي، دا ولې هره ورځ وژل كېږو. صمد روحاني او سلطان منادي هم د همداسې حالاتو قرباني شول، هغوى هم غوښتل چې ووايي چې دا ولې په لوى لاس د افغانانو د له منځه وړلو لپاره پروګرامونه نيول كېږي، خو هغوى تر دې پورې ونه رسېدل چې خپل غږ پورته كړي، ځكه چې هغوى په هلمند او كندوز كې د افغانانو د مړينو لپاره د پروګرامونو د جوړولو له حقايقو څخه خبر شوي و.
يوې وړې ولسوالۍ مارجې ته د ۱۵۰۰۰ بهرنيو او كورنيو سرتېرو لېږل او هلته د ډېرو شديدو عملياتو ترسره كول د همداسې كړنو ګواهي وركوي، ځكه چې په يوازې مارجه به څه وكړي د كابل پغمان ته چې د كابل ډېره نژدې ولسوالي ده، د دولت كوم لوړ پوړى چارواكى د ډېرو شديدو امنيتي تدابيرو پرته نه شي كولاى لاړ شي، ځكه چې هلته امنيت نشته، چې د كابل په زړه كې امنيت نه شته نو بيا دومره لرې پرتو ولسواليو ته اړتيا نشته لومړى بايد د پلازمېنې غم وخوړل شي. خو ښكاره خبره ده چې مارجه، شينډنډ، شاه ولي كوټ او داى چوپان سيمې له مطبوعاتو لرې پرتې سيمې دي هلته ژورناليستان په ډاډه زړه نه شي تلاى، ځكه چې وژل كېږي له همدې امله دوى كولاى شي چې هلته د وژنو لپاره په ډاډه زړه او آرامه فضا كې ښه پروګرامونه پلي كړي، كه چېرې سل كسه ملكي كسان په بمبارۍ كې وژل كېږي دوى كولاى شي چې د دوه يا دريو د ټپي كېدو خبر وركړي او يا يې هم د مخالفينو په ډول كې وشمېري. ځكه چې اوس د افغان وژنې د پوښتنې څوك نشته او نه يې هم څوك پوښتنه كوي. كه هره بلا پرې نازلېږي بس د چارواكو له خوا د څو كسانو لپاره سفريه او د څو ورځو ډبل معاش برابرېږي څو هلته په سيمه كې د دروغو پلټنه وكړي او بس.
سره د دې چې هغوى هېخ هم نه شي كولاى، ځكه دې څو كسانو پلاوي ته هم د وژونكو له خوا څخه معلومات وركول كېږي، هغوى نه شي كولاى چې د هېواد له ځورېدلي ولس څخه معلومات واخلي او بيا مشر صيب ته كره معلومات وړاندې كړي. خو دا ډېره د افسوس خبره ده چې د هېواد چارواكي د خپل ملت د بې ګناه وژنو پوښتنه نه شي كولاى.
اوس اوبه له ورخه تېرې دي، اوس مو هر څه پلورل شوي دي، ان تر دې چې له يو چا مې واورېدل چې بهرنيانو هېواد ته د لومړي ځل راتلو په وخت كې له دولت سره قرارداد لاسليك كړى چې په جګړه كې د وژل شوو كسانو پوښتنه به نه كېږي. نو كه چېرې په رښتيا هم داسې وي، بيا خو مو په څرګنده توګه هر څه پلورل شوي دي اوس موږ د خپلو سرونو واك او اختيار نه لرو.
ډېر كسان دې جګړې ته د ترياكو جګړې وايي، دوى وايي چې هلمند د ترياكو مركز دى او په دې ناوړه سوداګرۍ كې ډېر كورني او بهرني لوړ پوړي چارواكي شامل دي له همدې امله دوى نه غواړي چې د هلمند او ارزګان په ډول ولايتونه ارام وي. ځكه چې بيا د دوى سوداګرۍ ته زيان اړوي، خو كه دوى سوداګري كوي او كه هره څه! خو موږ ته يوازې د خپلو هېوادوالو ژوند او آزادي ارزښت لري، نور نه غواړو چې د هلمند په ډول عمليات په نورو ولايتونو كې هم پلي شي څو د بهرنيانو لپاره د افغانانو د وژنو او تباهۍ لارې اوارې شي.