کور / کره کتنه / د سندریز پروګرام په جوړونکو نیوکه

د سندریز پروګرام په جوړونکو نیوکه

د ۱۳۸۸ لمریزکال د حوت د میاشتې په ۲۹ نیټه چې د ۲۰۱۰ کال د مارچ د میاشتې د ۲۰ نیټې سره یي سمون درلود د متحده ایالاتو ورجینیا په لیسبورګ ښار کې د نوي کال په ویاړ یو سندریز پروګرام جوړ شوي وو، چې مشرې یې د رحیم بارک په نوم  د ورجینیا اوسیدونکې افغان کوله ،چې له بده مرغه یې په افغانانو  د خوشالي په ځاي ملنډې ووهلې.لمړي دا چې په ټیکیټونو کې د پروګرام پیل د غرمي د ۱۲ بجو څخه  ترشپي ۸ بجو پورې ښودل شوي وو،خو پروګرام د ډیر انتظار ،او ګرمي وروسته د ورځي په  ۳:۳۰ بجې په داسې حالت کې پیل شو چې تر ځنډه پورې  سندري او موسیقي   په لاسپیکرونو کې  نه جوړیده.د جرمني څخه راغوښتل شوي هنر مند خو دا ګیله هم  وکړه چې په ده باندې یې  د سندرو ویلو  په ځاي پریکټس وکړ .بل دا چې په پلورل شویو ټیکیټونو کې د پښتو نامتو سندرغاړې ښاپیری نغمه جانې نوم هم ځلیده ،چې په همدي وجه  ګڼ شمیر پښتانه هم دورجینیا د مختلفو ښارونو څخه پروګرام ته ځانونه رارسولي   وو ،تر څو د نغمه جانې په ښکلې،اواز د خپلو زړونو تنده ماته کړي ،خو په ډیره خواشینۍ سره باید ووایم چې د محفل څخه  ټول افغانان مات زړونه خپلو کورونو ته ستانه شول ځکه چې د نورو هنرمندانو او ټوکمار وروسته چې په پاړسي ژبه یې سندرې او خبرې کولي باید نغمې جانې تر ۸ بجو پوري سندرې ویلې  وای خو مخفل په ۶:۳۰ بجې د نغمې جانې د  سندرو زمزمه کولو په وخت د پروګرام د جوړونکو لخوا په ټپه ودرول شو.


بله نیوکه دا وه چې د پروګرام جوړونکو په وطنوالو باندې   ډیر  ټیکټونه  پلورلې  وو چې له عمله یې  یو شمیر هیواد وال د ځای د نه شتوالې له کبله د پروګرام د لیدلو څخه بې برخې پاتې شول.،همدا رنګه پروګرام ته یو شمیر مشرا ن هم راغلې وو،خو د پروګرام جوړونکو  ۴-۳ مخکینې قطارونه  د ریښتینې مشرانو،عالمانو او پیژندل شوي څیرو په ځای په خپلو خپلوانو باندې ډک کړې و.


بل دا چې په ځړول شوي لوحه کې  د نوي کال مباره کۍ پیغام  په دري او انګریزي ژبو لیکل شوي  وو ، خو  پښتو ژبۍ ته یې ځاي   پکې نه وو  پیدا کړي چې دا هم د ځان او پښتنو لپاره سپکاوي بولم .په پای  کې  ما او زما سره راسره دوست   د یو شمیرمشرانو  سره خدای پامانې  وکړه او  په ماتو زړونو د خپلو کورونو په لور ور روان شوه.