کور / تازه خبرونه / مايک مولن: اېران طالبانو ته وسلې ورکوي

مايک مولن: اېران طالبانو ته وسلې ورکوي

د امريکا د وسله والو پوځونو قومندان وايي اېران په افغانستان کي دوه مخى سياست پر مخ بيايي، پر يوه اړخ له کرزي او له بلي خوا د طالبانو سره مرسته کوي.
د رويټرز خبري آژانس د مايک مولن په حواله خبر ورکړ چي د امريکايي پوځيانو لاسته هغسي معلومات ورغلي چي له مخي يې اېران له طالبانو سره د وسلې مرستي کوي.
که څه هم اېران له تيرو درو کلونو راهيسي افغانستان د هر لوړ پوړي امريکايي مامور د سفر پر مهال د طالبانو سره په مرسته تورنېږي، خو نوموړى هيواد دغه تورونه ردوي.