نن دمارچ په 31نيټه باندي دافغانستان اوبوتان هيوادونوترمنځ دكريكيت لوبه روانه ده، چي بوتان هيواد د پچي په ګټلو سره افغانستان ته دبيټنګ كولو بلنه وركړه اوافغانستان هم بيټنګ شروع كړ. شيبه دمخه د افغانستان بيټينګ پاي ته ورسېدى، چي افغانستان بوتان ته د څلورو لوبغاړو په سوزيدو 472 هدف وټاكه چي داخورا لوړ هدف دى.
دكركيټ په تاريخ كي يې په جهاني سويه د ډېرو منډو ريکارډ ټينګ كړ. تر دې دمخه جنوبي افريقا د استراليا په وړاندي په يوه ورځنۍ لوبه كي 439 کړي وې، خو افغانستان د جنوبي افريقا ريکاډ مات کړ.
د نننۍ لوبي دمنډو وروستى حال دادئ.
اصغرستانكزي 151 چي ترپايه پوري ونه سوزيده.
كريم خان صادق 130 وسوزيده.
نورعلي 108 وسوزيده.
نورزمنګل 40 وسوزيده.
محمد شهزاد 14 وسوزيده.
ريس احمد زي 13 لاولاړ وو سوزيدلى نه وو.
اوس به نوبوتان لوبه شروع كوي وګورو چي دوي به وركړل شوي هدف پوره كړي كه نه.