د پخواني شوروي په داغستان جمهوريت کي دوو جلا جلا چاودنو نهه تنه ووژل.
چارواکي وايي دواړي چاودني د يوې سينما سره نيژدې سوي چي يوه ځانمرګى بريد وو.
د روسيې خبري رسنۍ وايي په ځانمرګې حمله کي يو لوړ پوړى پوليس افسر هم له منځه تللى دئ. دا چاودني په داسي حال کي کېږي چي دوې ورځي دمخه د روسيې په پلازمېنه ماسکو کي هم د درو چاودنو له کبله ٣٦ تنه مړه سوي وو.