کور / تازه خبرونه / هلمند: چاودني ١٧ تنه مړه او ١٥ ټپيان کړل

هلمند: چاودني ١٧ تنه مړه او ١٥ ټپيان کړل

په هلمند ولايت کي د يوه ځانمرګي بريد له امله ١٧ تنه مړه او ١٥ نور ټپيان سوي دي.
د هلمند د امنيه قومندانۍ مرستيال کمال الدين د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چاودنه د يوه بايسکل په ذريعه د هلمند په نهر سراج ولسوالي کي رامنځته سوې ده.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي چاودنه په هغه ځاى کي رامنځته سوې ده چي حکومتي چارواکو د تارياکو پر ضد د کمپاين په موخه د عامو خلګو يوه لويه غونډه رابللې وه.