کور / تازه خبرونه / وزيرستان: بمباريو شپږ تنه ووژل

وزيرستان: بمباريو شپږ تنه ووژل

د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کي د بمباريو له وجي شپږ کسه وژل سوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي بمبارۍ د امريکا د جاسوسي الوتکي په وسيله تېره شپه پر يوه کور سوي چي درې تنه يې پکښي وژلي دي او دوهم ځل د ميرانشاه له بازار څخه شل کيلومتره ليري پر يوه ځاى سوي چي درې نور کسان هلته وژل سوي دي.
د وژل سويو د هويت په هکله څه نه دي ويل سوي، چي خارجي جنګيالي او که ځايي اوسېدونکي دي.