په د هرات ولایت د کشک کهنې په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولت ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د هرا ت ولایت د کشک کهنې په ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. جګړه نن د غرمې په یوه بجه پیل او تراوسه پورې ادامه لري. دولتي منبع چې نه يې غوښته چې نوم يې څرګند شي، وویل چې پنځه تنه پولیس اسیران شوي او په زیاته کچه دولتي مخالفین وژل شوي دي.
په دې اړه د کورنيو چارو وزارت او طالبانو تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي .