کور / تازه خبرونه / امريکا له پاکستان سره کړې ژمنه ماته کړه

امريکا له پاکستان سره کړې ژمنه ماته کړه

د امريکا متحده ايالات وايي پاکستان ته به راکټ غورځوونکي بې پيلوټه الوتکي ورنکړي.
برتانوي مطبوعاتو د سپيني ماڼۍ د يوه مامور په حواله خبر ورکړئ، چي پاکستان ته د بې پيلوټه الوتکو ورکول د امريکا د پاليسۍ خلاف کار دئ، او پاکستان ته به داسي الوتکي ورکړي، چي ويشتل نسي کولاى، خو جاسوسي به کوي.
تر دې دمخه امريکا د پاکستان سره د بې پيلوټه الوتکو د هغه ماډل د ورکولو ژمنه کړې وه، چي امريکا يې په افغانستان او پښتونخوا کي د طالبانو او قبايلي جنګياليو پر ضد د پټو حملو دپاره استعمالوي.