کور / تازه خبرونه / افغان سفير لا درکه دئ، اېرانى ډيپلومات خوشي سو

افغان سفير لا درکه دئ، اېرانى ډيپلومات خوشي سو

د اېران د بهرنيو چارو وزارت تائېد کړه چي د ٢٠٠٨ کال په نومبر کي د دوى تښتول سوئ ډيپلومات خوشي سوئ دئ.
د راپورونو له مخي حشمت الله اطهر د تښتوونکو له منګولو خوشي سوئ او تهران ته رسېدلئ دئ.
حشمت الله اطهر په پېښور کي د اېران په قونسلګري کي د تجارتي آتشه په توګه کار کاوه چي د ٢٠٠٨ کال په نومبر مياشت کي د حيات آباد له سيمي څخه دفتر ته په لاره کي وتښتول سو.
تر حشمت اطهر دمخه پاکستان ته د افغانستان نوى ټاکل سوئ سفير حاجي عبدالخالق فراهي هم تښتول سوئ دئ، چي تر اوسه يې درک ورک دئ.
که څه هم د نوموړي د خوشي کېدو په هکله پاکستاني مقاماتو يو په بل پسې ژمني وکړې، خو داسي ښکاري چي د پاکستان او افغانستان حکومتونه د نوموړي په خوشي کېدو کي کومه دلچسپي نه لري.
په پښتونخوا کي افغان اوسېدونکي وايي حاجي عبدالخالق فراهي په پاکستان کي يوازنى افغان ډيپلومات وو، چي د دوى ستونزي به يې حلولې، تر هغه وروسته يې بيا چا ږغ نه دئ اورېدلئ.
بايد وويل سي چي حاجي عبدالخالق فراهي په پېښور کي د افغانستان قونسل وو، کله چي د ولسمشر کرزي له خوا پاکستان ته سفير مقرر سو، د نامعلومو کسانو له خوا د ٢٠٠٨ کال د سپټمبر په مياشت کي وتښتول سو.