طالبانو خبر ورکړ چی نن یې د مارجې په ( مستو خان ) او ( حاجي لالي ) کلیو کی د امریکا یی پوځیانو پر پیاده ګزمو غافلګیره حملې وکړې او څلور امریکایان یې ووژل په داسی حال کی چی جنرال مایک میولن هم مارجې ته ورغلی و . خبر زیاتوی چی امریکایانو د مارجې خلکو ته امر کړی و چی د خپلو کورونو څخه را و نه وزي او له پاسه هم آسمان هلیکوپترونو نیولی و چی دا حملې پر وسوې .
طالبان زیاتوی چی تیره شپه یې د کندهار د ارغنداب ولسوالي د ( ده کوچی ) په منطقه کی پر امریکایی پلی عسکرو چی د کورونو تلاښي یې کوله ماینونه وچاودول او سخت ځانی تلفات یې ورواړول او هلیکوپترونو مړي او زخمیان انتقال کړل .