دکندهارولايتي چارواکې وايې چې په ښارکې يې دموجوده برېښنادضايعاتودمخ نيوي اودبرېښنايې سيستم دعصري کولوپه موخه يې دکاناډاهيوادپه مالي مرسته نوي ترانسفرمرونه ترلاسه کړي
دکندهارښاريان له زياتي مودې راهيستې دبرېښنايي ستونزوڅخه سرټکوي
دکندهاروالي توريالى ويسا وايي چې نوي ترانسفرمرونه دکندهارښاردبرېښنايي ستونزودحل په موخه ددوى يوه هڅه ده
درانيول شويو ترانسفرمرونوشمېرلسوپايوته رسېږي چې دکاناډا دسيډامرستندويه ادارې ١١ ميليونه ٣ سوه او٣٠ زره افغانۍ مالي لگښت پرې راغلى .
لس واړه ترانسفرمرونه ٦٣٠ کيلوواټه ظرفيت لري چې دچارواکوبه خبره دبرېښنادضايعاتومخه به ونيسي
دامهال کندهارښاردکجکي له بند اودډيزلي جنراتورونوڅخه په ګډه ٢٨ ميگاواټه برېښنالري، چې دمزو دشارټى اوغيري فني سيستم له کبله ٣٠ سلنه برېښنا يې ضايع کېږي .
دکندهاردبرېښنارياست وايې چې کندهارښارپه دوبي کې ٥٠ اوپه ژمي کې ٧٠ ميگاواټه برېښناته اړتيالري .
دترانسفرمرونودسپارلوپرمهال دکندهاروالي وويل چې غواړي ترراتلونکې دوبي پوري په نسبي ډول دکندهاربرېښنا پياوړې کړي
نوموړي په څانگړي ډول په راتلونکوڅومياشتوکې دکندهارښارلپاره دلمريني انرژى په مټ دسولربرېښنا جوړه ول هم دخپلوهڅويوه برخه وبلل
دکندهاردبرېښناريس انجنيرفضل احمد وايي چې تازه ترلاسه کړي ترانسفرمرونه به دراتلونکې يوې اونۍ په اوږدوکې دکندهارښارپه بيلابيلوبرخوکې ولگوي .
دى زياته وي چې دادکندهارښارلپاره دبرېښنادپياوړتياپه موخه يو مهم گام دى .
چارواکې پرداسي مهال دبرېښنادنيوترانسفرمرونودرانيولوخبرورکوي چې يوازي ددې ستونزې له کبله دملي پانگه والوپه ميليونونوډالره پانگه له خنډسره مخ ده
دکندهارښارپه ښوراندام اوباغ پل صنعتي پارکونوپه لس گونوداسي فابرېکې شتون لري چې دبرېښنادنه شتون په وجه سقوط سوي .
که څه هم دچاروکتونکې دستونزي اساسي حل لاره دکجکي دبندرغاونه بولي ، خوچارواکي بياوايي چې دامنيتي ستونزوله کبله نشي کولاى پردغه ستره پروژه کارپيل کړي .