کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د (ځېنو) پښتنو ليکوالو په ټيټه سويه افسوس پکار دی!!!

د (ځېنو) پښتنو ليکوالو په ټيټه سويه افسوس پکار دی!!!


 


لیکوال د ټولنې د دردونو ترجمان ګڼل شوی دی،  خو دا ترجماني باید دقیقه وي . پښتانه لیکوال په دوه درې شیانو ډیرې لیکنې کوي، چې اهمیت یې دومره ډیر نه دی،او که اهمیت یې ډیر هم وي، دوی یې په طرحه کولو کې قوي منطق نه کاروي .


 


ملي ټرمینالوژي په اساسي قانون کې مبهمه ده . دا د پښتنو د تیر ایستلو لپاره یوه حربه وه چې وکارول شوه، د دې پر ځای چې په اساسي قانون کې ولیکي پښتو به د افغا نستان ملي ژبه وي، پښتانه یې پر دې خوښ کړل چې ملي مصطلحات به ساتل کیږي، خو دا څرګنده نه وه، نه شوه او نه ده چې دغه ملي مصطلحات به څه شی وي ؟


 


په وروستیو ورځو کې یې د خوارکي رهین د وزیر کېدو موضوع دومره جدي او ستره وګڼله چې ګواکې د ده په وزیر کېدو به د پښتنو په فرهنګ د اټوم بم راپریوځي . حال دا چې دا نهه کاله وشول چې د لوړو ښوونو وزارت له ستمیانو سره دی او پښتانه کادرونه، نه روزي او پر مخ یې سلګونه خنډونه پراته دي، چې دا د متوازن انکشاف پر مخ یوه خورا ستره ستونزه جوړوي .


 


اوس اوس د هولبروک خبرو رسنۍ او ویب پانې په سر اخستې دي، خو ددې پر ځای د امریکایي جنرال هغه خبرې هیڅوک جدي نه نیسي، چې ویې ویل، پښتانه په اردو کې ۲٪ دي . دا خبره د هولبروک تر خبرې زر چنده مهمه ده او باید امریکایان په دې  کې ټینګ راونیول شي، چې تاسو دلته په القاعده، اسامه او د هغه په سل تنو !!! ملګرو پسې راغلي یاست او که غواړۍ ددې وطن اکثریت اوسېدونکي له واک نه څنډې ته کړﺉ ؟


 


ملي ترمینالوژي هم مهمه او د ملي هویت یو عمده توکی دی، خو چې تعریف شوې نه وي، ته د څه شي دفاع کوې؟ رهین رښتیا هم په فکري حساب داسې روزل شوی دی چې د دې وطن له اساسي ملي ارزښتونو سره حساسیت لري، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوس یو حاشیوي وزارت دی، او د ملي انکشاف په ستراتیژۍ کې ورته یوازې نیم فیصد بودجه بېله شوې ده .


 


د بون له استعماري تړون وروسته له پښتنو سره د یو محکوم او ماته خوړلي قام په توګه برخورد شوی دی او لاندې ظلمونه پرې روان دي :


 



  1. د پښتنو له لاسه حاکمیت اخستل شوی او اقلیتونو ته ورکړ شوی دی . تر دې بد تر ظلم یې لا دادې چې دغه ظلم ته د مشروعیت لپاره یې یو ړوند او کوڼ او محض یو ټیکه دار پښتون د مشر په توګه ټاکلی چې د شمال د لنډه غرو ټولو نارواوو ته د پښتون مشرتابه پرتوګ ورواغوندي .
  2. د ملي دفاع، داخله او امنیت وزارتونه د هغو کسانو په لاس کې دي، چې د روس او ایران په قومانده یې د افغانانو پر ضد کورنۍ جګړه رهبري کړې او د افغانستان د دښمنانو ټولې نقشې یې پلې کړې دي .دا به ومنو چې په نوم رحیم وردګ د دفاع وزیر دی، که څه هم هغه د یو بې ننګه په نوم د جهاد له وخته مشهور دی، خو بیا هم که ویې پوښتې نو درته وبه وایي، (زړه مې له تورو وینو ډنډ دی خو کرزي د شرم له پاره کېنولی یم، نور کار د بسم الله خان په لاس کې دی) . اتمر چې ټول یې پیژني، هیڅکله پښتون کېدای نه شي، او تر ده لاندې ټول حساس پوستونه له جمیعتیانو او پرچمیانو سره دي . زما ګرانو لیکوالو ورونو، دا زده کړﺉ چې په نظام کې اصلي رول نظامي برخه لري، ملکي چارواکي مامورین دي، چې په یوه اشاره کور ته تلای شي . تاسو خو زیاترو په پاکستان کې وخت تېر کړی دی : هلته د نظام چوکاټ پوځ او استخباراتو ټینګ کړی دی، او ملکي ادارې ځي او راځي، خوپوځ او استخبارات د پاکستان لوړې ګټې په هر صورت کې ساتي او وایي (سب سی پهلی پاکستان). امریکا او ټول دموکرات ملکونه ځکه باثباته دي، چې د نظام اصلي بدنه یانې نظامي برخه له هغه چا سره ده، چې د دغو هېوادونو اصلي ډآنچه مني . په افغانستان کې یې درنه نظامي برخه هغو پرچمیانو او جمیتیانو ته ورکړې ده، چې د افغانستان ملي ګټې خو څه چې نوم یې هم نه مني .تاسو خو نه پوهیدﺉ، اخر درته امریکايي پخپله وویل چې تاسو په اردو کې ۲٪ یاست .
  3. اوس د افغانستان ټول بنسټونه له سره رغیږي، او تاسو ټول خو باید پوه شۍ چې د انکشاف روح انساني انکشاف دی، خو په لوړو زده کړو کې یې درته دا نهه کاله داسې تضمین ورکړی دی، چې پښتون به دغه وزارت نه راځي . له بلې خوا مو په کور اور بل دی، او ښوونځي مو نور دښمنان در سوځوي، که کوم یو مو فارغ شي، په وزارت او کانکور کمیټه کې ورته له مخکې پاټکونه اچول شوي وي .
  4. د تاریخ په دې حساسترین وخت کې ستاسو په کور د جګړې اور بل او د انسانانو د وینو سیلابونه بهیږي، خو کرزی په امرالله صالح او مارشال فهیم ستا د هیواد امن ساتي او روغه جوړه پرې کوي، ایا هغوی تاته سوله او امنیت راولي او که تر عمره دې بې سرنوشته پریږدي؟

 


دا څو بېلګې مې ځکه ولیکلې، چې د مهمترینو، مهمو او نامهمو مسلو تشخیص کوﺉ او بیا پرې لیکنې کوﺉ . ستاسمو نسل یو داسې نسل دی چې د نابودۍ له خطر سره مخ دی او تاسو په فرعي مسایلو ګرمیږﺉ او اساسي درنه هېرې دي . خدای دې انصاف او پوهه دواړه درکړي . لوی خدای دې پر دې مظلومترین ملت نور رحم وکړي او د یویشتمې پیړۍ له فرعونانو دې نجات ورکړي .