د ۲۰۰۷ کال د نوامبر له ۲۱ تر ۲۳ (د ۱۳۸۶ د قوس له ۳ تر ۵) د لیبیا په پلازمېنه، طرابلس، کې د اسلامي هېوادونو د علمي، تعلیمي او فرهنګي سازمان (ایسسکو ISESCO) د فرهنګ د وزیرانو په کنفرانس کې پرېکړه وشوه چې د اسلامي نړۍ د فرهنګي پایتختونو د سیاست په چوکاټ کې به په ۲۰۱۳ کال کې د غزني ښار د اسیایي مسلمانو هېوادونو په شمېر کې د اسلامي نړۍ د فرهنګي پایتخت حیثیت ولري. ټولو افغانانو، په تېره بیا د غزني د ولایت وګړو، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د دغې سترې لاس ته راوړنې پراخ هرکلی وکړ. ډېر ژر د هماغه کال د دلوې په میاشت کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت په غوښتنه ولسمشر یو کمیسیون وټاکه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر یې مشر و او د ښاري پراختیا وزیر، د محلي اورګانونو رییس، په ولسي چرګې کې د غزني دوه تنه استازي او د غزني والي یې غړي وو. دغه کمیسیون په څو پرله پسې غونډو کې موضوع وڅېړله او یو کاري پروګرام یې جوړ کړ. په غونډو کې د ښاري پراختیا وزیر او د غزني وکیلانو ښه فعاله ونډه اخیستله.
د غزني خلکو د خپل ولایت له پاره ډېرې هیلې درلودې. د اسلامي فرهنګ د پایتخت په توګه د غزني ټاکل کېدل او دا اړتیا چې باید پر ټاکلي مهال غزنی د نړۍوالو او کورنیو مېلمنو د هرکلي له پاره ټول لازم سهولتونه ولري د دې له پاره ښه موقع وبلل شوه چې د غزني پراختیایي ستونزې په یو وار د مېز پر سر راشي. له بده مرغه موظف کمیسیون و نه کړای شول چې د خلکو د غوښتنو او د اقتصادي او سیاسي واقعیتونو ترمنځ تناسب او توازن وساتي، ټولې غوښتنې یې په یو وخت کې په پام کې و نیولې : د ښار د سړکونو رغول، کانالیزاسیون، د اوبو او برېښنا د رسولو ضرورتونه، عامه کتابتون، د کنفرانسونو تالار، موزیم، پوهنتون، ګڼ هوټلونه، هوایي ډګر، تفریحي ځایونه، د تاریخي آبدو بیا رغول، له چاپېریال سره تړلې ستونزې او ډېر داسې نور مسایل وو چې کمیسیون یې د هېواد د څلورو کلونو په پراختیایي پروژو کې د ځایولو غوښتنه وکړه. تصور دا و چې مرستندوی هېوادونه به په خلاص مټ په غزني د ۲۰۱۳ کال د لمانځلو ملاتړ وکړي او مالي منابع به په اسانه و میندل شي. په نظر کې وه چې د مقدماتي سروې له پای سره سم به د ممکنو مرستندویو هېوادونو یو کنفرانس رابلل کېږي او له هغوی څخه به د مرستو غوښتنه کېږي.
د ۱۳۸۷ کال په پیل کې د غزني د دغو پراختیایي پروژو مقدماتي سروې پیل شوه. د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت او د ښاري پراختیا انجنیرانو په خورا سختو شرایطو کې خپله ورسپارل شوې دنده ترسره کړه، د ۳۵ تاریخي آبداتو د بیا رغونې او د ۲۳ نورو پراختیایي پروژو وړاندیز یې وکړ چې ټول لګښت یې دوه سوه میلیونه ډالر اټکل شوي وو.
هغه مهال د مالیې وزارت، دې ټکي ته په پام چې یو لړ پروژې د نورو وزارتونو په کاري ساحه کې راځي (د پوهنې وزارت، د لوړو تحصیلاتو وزارت، د فواید عامې وزارت او نور)، پر مجموعي رقم تبصره و نه کړه او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت او د ښاري پراختیا له وزارت سره ژمنه وشوه چې د دغو وزارتونو په پراختیایي پروژو کې به د غزني موضوع ته خاصه پاملرنه وشي.
په ۱۳۸۸ مالي کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي آبدو د بیا رغونې له پاره د غزني په نامه یوه پروژه وړاندې کړه چې تمویل یې په احتیاطي بودجه کې و نیول شو او د همدې کال په اسد کې نېږدې دوسوه زره ډالر د څېړنو له پاره منظور شول. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وکړای شول چې د دغې بودجې په مرسته د متخصصینو د استخدام او د کاري لوازمو د پېرودلو چارې تر سره کړي. د ۳۵ تاریخي آبداتو د بیا رغونې په پروژه جوړونې کار پیل شو چې لا دوام لري. په دوه یا دوه نیمو کلونو کې د ټولو دغو پروژو تکمیلول داسې ننګونه ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا به د خورا ستونزمنو او چټکو تصامیمو غوښتنه وکړي. البته دا هیله به نامعقوله نه وي چې د وزارت نوې مشري به هم په دې هکله هماغومره توجه وکړي لکه په تېرو کلونو کې چۍ شوې وه.
د ولسمشرۍ د ټاکنو او بیا د کابینې پر سر سیاسي ناندریو له کبله د څو میاشتو راهیسې د غزني پروژه تر ډېره له پامه لوېدلې ده.
نن چې د ۲۰۱۳ کال تر پیله یوازې دري دېرش میاشتې وخت پاتې دی نو د غزني له پاره د پلان شوو پروژو تکمیلول عملاً ناشوني دي.
له یوه لوري د دغو پروژو تمویل د افغانستان د حکومت له وسې وتلی دی. که د ۱۳۸۹ کال انکشافي پروژه د مقیاس په توګه و نیسو نو نو یوازې دغه ۲۰۰ ملیونه ډالر چې د پلان شویو پروژو اټکل شوی لګښت دی د راتلونکو دریو کلونو د ټولې انکشافي بودجې په سلو کې څلور جوړوي په داسې حال کې چې د دولت د عمومي پالیسۍ لومړیتوبونه امنیت، روغتیا، د زېربناوو رغول او د کرنې او کلیوالي اقتصاد وده ټاکل شوي دي او د بودجې ډېره برخه دغو سکتورونو ته ځانګړې شوې ده. دې خبرې ته په توجه، ویلای شو چې د غزني پلان شوې پروژې د پاتې انکشافي بودجې په سلو کې تر لسو هم پورته کېږي او داسې نه برېښي چې حکومت دې وکړای شيٍ چې دومره ستر لګښت په غاړه واخلي. بل پلو په هېواد کې حاکمه امنیتي وضع او راتلونکې ټاکنې به تر ډېره حده دولت او ولس بوخت کړي چې په غالب ګومان به په راتلونکیو شپږو اوو میاشتو کې ډېرې کمې پرمختیایي پروژې د عمل تر پړاوه ورسېږي.
اوس که نه غواړو چې د ۲۰۱۳ کال ضرب الاجل له ناکامۍ سره مخ کړو، لازمه ده چې اړونده ادارې او موظف کمیسیون پر پلان شوو پروژو له سره غور وکړي او ټول موجود امکانات پر هغو پروژو متمرکز کړي چې د سرته رسولو امکان یې لوړ وي.
په ولسي جرګه کې د غزني د ولایت او د ګاونډیو ولایتونو استازي باید په خاصه توګه دغه موضوع د خپلو کاري اجنداوو په سر کې راولي.
د پروژو د بیا ارزولو پر مهال باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دغه ساحه کې د اسلامي نړۍ د بېلابېلو تجربو یو مفصل ګزارش جوړ کړي او بیا د هغه په رڼا کې هغه عمراني پروژې چې پرته د هغوی له بشپړولو د افغانستان بین المللي حیثیت متضرر کېږې تشخیص شي او د عملي کولو له پاره یې اغیزمن اقدامات وشي. همدا راز باید د هغو فرهنګي فعالیتونو بشپړ پروګرام جوړ شي چې پوره کال هم غزنی او هم کابل د فرهنګي خبرونو جوړوونکي ښارونه وي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید چې نور د وخت د ضایع کېدلو مخه ونیسي او ځان د داسې پروژو پر تصور مصروف نه کړي چې عملي بڼه و نه لري. همدا راز په ولسي جرګې کې د غزني استازي، په راتلونکو ټاکنو کې د غزني کاندیدان، د غزني ولایتي شورا او مدني ټولنه باید د دغې ملي پروسې د تطبیق په برخه کې د نظارت او لارښوونې چارې په غاړه واخلي. د هرې ورځې په تېرېدو د دې ګواښ ډېرېږي چې د ۲۰۱۳ کال په جنورۍ کې به موږ لا په دې فکر کوو چې د کال په اوږدو کې څه وکړو؟
په ۲۰۲۴ کال کې کابل هم همدغه ویاړ ترلاسه کوي. د غزني د پروژې بریالی تطبیق به د کابل د پروژې په تطبیق کې موږ ته په زړه پورې تجربې په لاس راکړي.