کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / توراوباما او سپين تعصب

توراوباما او سپين تعصب

توراوباما او سپين تعصب
په امريکا کې رياست جمهوري ته د اباما په کانديديدلو سره  د امريکا د ټولنې په تور پوستوو کې دا تصور پيدا شوچې ګواکې د دوي د مبارز مشر لوثر کينګ دخوب تعبيربه ريښتيا شي ،  داسي اټکل کيده چې دباراک اوباما رسيدل رياست جمهوري به د دې ژور تعصب او عنصريت  پاي وي ، اودامريکا تور پوستي به د سپين پوستو په څير خپل انساني حقوق  په امريکايي ټولنه کې ترلاسه کړي .
بل لوري ته دا ذهنيت هم خپور شو چې ګواکې د اوباما رسيدل رياست جمهوري ته دلوديځ د ديموکراسۍ پايله ده ، او دا ديموکراسي دومره صادقه او امينه ده ، چې په ټولنه کې هر چا ته خپل حقوق تامينوي . خو د اوباما د انتخاباتي مبازې په دوران کې ددې حقيقت  پر خلاف داسې حقايق  په  امريکايي ټولنه را څرګند شول چې دا پخلی ترې په ډاګه کيده چې دا هماغه  په عنصريت ولاړه ټولنه ده چې د تور پوستانو مشر پکښي په بې رحمانه توګه ترور شوو . 
دامريکا په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د امريکا په مطبوعاتو او روسنيو اورسمي محافلو کې د اوباما له نامه څخه د دجمهور رئيس لقب ساقطيږي . او د واشنګټن په ښار کې تور پوستو سوالګرو ته سپين پوستي متعصبين وايي : ورک شه ولاړ شه خپل تور جمهور رئيس ته . خوداهسي د جورج بوش د داوې په څير د ژبې ښويدل ندي ، بلکه د امريکا په تاريخ کې ژورې ريښي لري ، د اوباما رسيدل د امريکا جمهوري رياست ته دا اصل يو ځل بيا د امريکا په ټولنه کې را ژوندی کړي دی .                      
کوم مهال چې د امريکا جمهوري رياست ته د ديموکراتانو د ګوند له لوری اوباما کانديد وو، نو د جمهوري خواهانودګوند انتخاباتي حمله د ده پر ضد د نورو وختونو په پرتله مختلفه وه ، که پخوا عادتا د دواړو ګوندونو تر منځ رياست جمهوري ته د رسيدلو لپاره انتخاباتي مبارزه د ايدلوژيک او ګوندي اختلافاتو په اساس تر سره کيدله ، خو دا ځل  د رنګ د تعصب په اساس ولاٰړه وه ، که د جون مکين او اوباما تر منځ تيره شوې انتخاباتي مناظره وګوري نو به هرو مرو دا ملاحظه کړي چې مکين تر آخره حاضر نشو ترڅود اوباما مخ ته په مخامخ ډول وګوري ، مکين او د جمهوري خواهانو ګوند کوښښ کاوه چې د اوباما پر ضد په امريکايي ټولنه کې د رنګ تعصب راوپاروي، چې په امريکايي ټولنه کې ژورې ريښي لري .
کيدلاي شي لهمدې ځايه د امريکا مشهورې تلويزونې شبکې . m.n.b.c  پدې اړه يو ځانګړئ پروګرام درلود تر څو په امريکايې ټولنه کې دا د رنګ تعصب وڅيړي چې يو ځل بيا دير عام شوي دي .
 په امريکايي ټولنه کې د دغه عنصريت تاريخ دير روښانه او ژور دي ، که موږ غاړو چې په امريکا کې د تور پوستوو د زوريدلی او کړيدلي ضمير او وجدان غږ واورو نو د تور پوستانو د مبارز مشرلوثر کينګ په سيرت کې دير څه موندلي شو : 
  ولې مارتن لوثر کينګ چې د امريکا د تورپوستانو د بيوزله ضمير غږ دی د امريکا په متمدنه او پر مخ تللې ټولنه کې د امريکا د ټولنې د متمدن او پرمختللې سپين پوستانوله جابرې او کرغيړنې تګلارې څخه په چيغو ؤ ؟  
ولې د آزادۍ او ديموکراسۍ په ټولنه کې د تور پوستو مشرد دا راز خوب ليدلو هيله من دي : (( ښايي زما څلور اولادونه يوه ورځه په داسې ټولنه کې ژوند وکړي چې هلته حکمروايي پر خلکو د رنګ په بنسټ نه بلکې د اخلاقو پر بنسټ تر سره شي .)) دا د ديمو کراسۍ علم برداره ټولنه ده او زيار ايستل کيږي چې د نړۍ پر مخ نور هيوادونه لدې آزادۍ څخه محروم نشي !!! چيرته چې تور پوستو نشوي کولاي تر څو په يوه موټر کې د سپين پوستو سره يو ځاي سپاره شي.. !
ځکه چې د دې ټولنې بنياد په بشري نظامونو ولاړ دې د بشري ژوندانه لپاره ېي دين له دنيا بيل کړي دي ، د بشريت د ژوندانه لپاره يي د رباني لار ښونې پر ځاي بشري لارښونه او تګلاره غوره کړي ده ، چې د اخلاقو پر ځاي په هغه قانون ټينګار کوي چې د بشر د هوا او هوس په اساس جوړ شوي دي ، او د بشري ژوندانه لپاره راغلي الهي تصوريې له ټولنې څخه رټلي دي .
دا چې ولې اوباما د امريکا جمهوري رياست ته رسيدلي دی ؟ ددې پوښتنې ځواب دا دې : کله چې د امريکا نظامي خوزښت په اسلامي نړي کې پلان شوي پايلې لاس ته رانه وړي ، او د جورج بوش جګړيزې تګلارې امريکا د يو اقتصادي بحران سره مخ کړه نو لدې ستونزمن حالت نه دوتلو لپاره  پرته لدې چې سياسي اداره بدله شي بله لاره نوه پاتي ، نو د امريکا د حکومت اصلي چلونکي  (صهيوني ډلې)  تصميم  ونيو چې داسي يو جمهور رئيس د حکومت واږي په لاس کې واخلي لکه بارک اوباما تر څود دوي بدل شوي پلان عملي کړي ، باراک اوباما د امريکا له سياسي ادارې سره محظ رسمي تړاو لري ، هر هغه څه چې د تنفيذي ډلې له لوري ده ته وړاندي کيږي هغه په رسمي توګه پر مخ بيايي ، آن تر دې چې ويناګاني يي د نورو له خوا ليکل کيږي او دې يې يوازي لولي ، څرنګه چې د نوبل د جايزې د تسليمول پر مهال يي ليکل شوې وينا يوه يهودي کارپوه ليکلې وه …او کله چې د يهودانو پلانونه د نړۍ په سطحه بشپړ شول بيا کيدي شي اوباما ته په امريکا کې اړتيا ختمه شي .
 ويره دا ده چې اوباما هم د لوثر کينګ په څير د امريکا د سپين تعصب ښکار شي ، څرنګه چې لوثر کينګ د ممفس په ښار کې د يوه  متعصب سپين پوستي په لاس ترور شو .