(داخبره به هله ډيره ضروري خبره وي که چيرې خدای (ج) مه کړه تاسې ورسره لاس او ګريوان شئ)
په دې وروستيو څو کلونو کې افغانستان د ګڼ شمير پرمختګونو شاهد ؤ چې يو له دې پرمختګ د ګرځنده غوږی (مبايل ټيلفون) دود کيدل دي .
په سر کې د افغانستان اولس له پاره دا ډيره په زړه پورې خبره وه چې د يو کوچني داسې څيز نه دې خبرې وشي چې هر څوک کولای شي له خپل ځان سره يې و ګرځوي نو د همدې سبب په بنياد به له سهاره تر مازيګره ډير شمير خلک پر ليکوکې ودريدل ترڅو وکولای شي يو ګرځنده غوږی ترلاسه کړي هر لیکه به چې ولاړه وه خلکو به د ګرځنده غوږی په هکله خبرې کولې چې همدغو تبليغاتو پر اساس به هر چا هڅه کوله تر څو د يوې کورنۍ په استازيتوب يوه پايه ګرځنده غوږی ولري.
کله چې د ګرځنده غوږیو شرکتونه زيات شول نو دا لړۍ هم وغزيده له کابل نه بيا تر ټولو ولايتونو پورې ورسيده اوس نو د يوې کورنۍ هر غړی ګرځنده غوږی درلود چې به یی خبرې کول زده، او کولای به شو چې ګرځنده غوږی وساتي او ورو ورو دا څپه تر کليو پورې ورسيده دامهال ټول خلک د ګرځنده غوږی په ګټه پوهيدل. دوی به له خپلو مسافرو سره خبرې کولې دهغوی له احواله به خبريدل همدارنګه به د مړي ، واده ، ناروغۍ او داسې نورو پيښو ضروري خبر له همدې لارې ترسره کيدل.
خو سره له دې ګټو ګرځنده غوږی په کارولو ځينې ستونزې هم را پيدا شوی ، يو شمير خلکو به ځينې کورنۍ ځورولې ، ورته به يې داسې خبرې کولی چې د ډيرې خواشينۍ او يا هم د غم سبب ګرځيدلې.
اوبياځينوځوانوهلکانواوانجونوورڅخه غلطه اودکورنۍ برخلاف کړو وړو لپاره کار اخيستوچې په سرکې ترې ډيرې کشالې جوړې شوې .
اوشرکتونوددې کار لپاره ځکه دپام وړګامونه وانه خيستل چه ددوي پکښې ګټه وه داسې ډيرې نورې ستونزې هم وې چابه وويل چه ګرځنده غوږی په کارولوسره دزړه ناروغي ،دمغزناروغي اوداسې نورې ډيرې ناروغۍ رامينځته کيږي بحث ځکه نه کوم چه تردې ډيره يوه خطرناکه ستونزه ترسترګوکيږي .
کله چه ګرځنده غوږی په پراخه پيمانه دود شو نودګرځنده غوږی په بازارکښي هم ګڼ شمير پرمختللي غوږی ( سيټونه) پلورلو او پيرودلو زور وا خيست چه ددغه غوږيو کښي ديوې عادي کمرې نه نيولی بياتريوی ډيرې پرمختللی کمری اوداسې ډير نور څيزونه موجودوه کله چې دا غوږی لرې پرتو سيمو ته ورسيدل نود يوې ډيرې دردوونکې بې پتۍ اوبې عزتۍ رامنځته کيدو سبب شول هغه داچې د ډيرو پتمنو انجونو کورنئ تصويرونه ( انځورونه ) او همداشان خوځنده انځورونه (فلمونه) تر بازاره راورسيدل چې په دې کار سره ډيرو انجونو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او ګن شمير کورنۍ يې د دښمنۍ په ټغر کښينولې ، تاسې باور وکړئ کله چې مې په لمړي ځل د يوې ډيرې ښکلې کليوالې پيغلې خوځنده انځور(فلم) په يوه غوږی کې وليد داچې زه څومره خواشينی شوی يم يو خدای ترې خبر دی .
خو وروسته دا انځورونه ډير شول او هان تردې چې په دې کښې ځينې داسې خوځنده انځورنه شته چې د کتلو هم نه دي.
دا کار څوک کوي؟
او څنګه خپريږي ؟
1. کله چې ستاسې ګرځنده غوږی بې ځايه پروت وي او د چا لاس ته ورشي هغه ترينه داڅيزونه خپل ګرځنده غوږی ته ليږدوي.
2. کله چې ستاسې ګرځنده غوږی ورک شي .
3. کله چې تاسې خپل غوږی دکوم څيز اچوئ او يا د کومې بلې ستونزې له پاره يې (کمپيوټر) ته ورکوئ او داسې ډيرې نورې لارې.
څنګه کولای شو ددې کار مخنيوی وکړو؟
1. دډير سخت ضرورت څخه پرته هيڅ کله په خپل ګرځنده غوږی کې د خپلې کورنۍ ښځينه او يا نور مهم انځورونه اوخوځنده انځورونه مه اچوئ او يا يې مه ساتئ.
2. که چيرې ستاسې په ګرځنده غوږی کې داسې مهم څيزونه وي د هغو نه په کلکه ساتنه وکړئ او هيچاته يې مه ورکوئ هان تردې که هغه ستاسو نږدې ملګری هم وي.
3. که چيرې ستاسې په ګرځنده غوږی کې دا رنګه انځورونه او يا خوځنده انځورونه وي او غواړئ چې د کوم شي اچولو او يا د ستونزو د حوارولو له پاره يې ټول کمال ته ورکړئ نو لومړی خپل مهم څيزونه له خپل ګرځنده غوږی څخه لری کړئ .
4. که چيرې تاسې خپل ګرځنده غوږی چاته وړيا ورکوئ او يايې پلورئ نو ځان ښه کره کړئ ترڅو خالي يې ورکړئ .
5. ټولې هغه خويندې چې ګرځنده غوږی کاروي خپل ،د خپلې کورنۍ ، خورلڼو انځورونه او يا خوځنده انځورونه دې خپلو ډيرو نږدې دوستانو اوخورلڼو ته هم ورنکړي ترڅو بيا وروسته پښيمانه نه شي.
6. اوسني تخنيک دا ډيره اسانه کړې چې يو څوک وکولای شي ستاسې د ګرځنده غوږی له بريښنايي څپو (بلوتوت ، انفرارير او سګنال ) په مټ ستاسې ګرځنده ټيلفون ته ننوځي او ستاسو ټول شخصي څيزونه وګوري غلايې کړي او يا يې پاک کړي چې دې طريقې ته په انګريزې کې (بلوتوت هاکينګ) وايې او دا ترټولو خطرناکه لاره ده . که چيرې تاسې چاته څه ليږئ او يا تاسې ته څوک څه ليږي البته د بريښنا پرڅپو (بلوتوت ، انفرارير او سګنال) په داسې حال کې هغه په ډيره اسانه سره ستاسې ګرځنده غوږی ته ننوځي اوستاسې ټول څيزونه کتلی ، ځانته استولی او يا پاک کولای شي . له دې سره سره هغه ستاسې پيسې هم غلا کولای او همدارنګه ستاسې له پيسو نه په ګټې سره له خپل ګرځنده غوږی نه نوروته زنګ هم وهلی شي.
7. خپل ګرځنده غوږی تل تاله (قفل) وساتئ او پټه شميره (پاسورد) ورکړئ .
8. ترټولو ښه لاره داده که چيرې تاسې دا رنګه انځورونه او يا خوځنده انځورونه هغه که ستاسې د کورنۍ ، دوستانو او يا نورو پتمنو پيغلو وي نو همدا اوس هغه له خپل ګرځنده غوږی نه پاک کړئ او هغه کسان ورټئ چې دا کار کوي دا به ستاسو اسلامي ، انساني او افغاني وظيفه وي، دا څيزونه پرته له شرنه نور هيڅ خير نلري.
ستاسی د رغنده نیوکو،وړاندیزونواونظریاتو په هیله.
آريوبزی – کابل
Ehsanullah_Aruobzi@yahoo.com
0093778640 740
13/7/1388