د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چين ته د درې ورځني سفر په ترڅ کي نن د دغه هيواد له ولسمشر هوجينتاو سره وليدل.
د چينايي رسنيو په وينا ولسمشر کرزي د چين له هيواد سره د اقتصاد، بيا رغوني او ټکنالوژۍ د همکاريو نوي تړونونه لاسليک کړي دي.
ولسمشر کرزي د چين له جمهور رئيس هوجينتاو سره د خبرو پر مهال ويلي افغانستان وياړي چي د چين په شان مخلص ملګرى لري.
چين له ١٩٥٠ کال راهيسي د افغانستان سره ښې اړيکي لري او په دغه هيواد کي يې د اوبو د بندونو، روغتونونو او سړکونو د جوړولو پروژې عملي کړي دي.
همدا اوس د چين يوه کمپنۍ په لوګر ولايت کي د ميسو د را ايستلو پر يوه کان باندي کار کوي چي د افغانستان د حکومت په وينا په سوو ميليونه ډالره ګټه به افغانستان ته په لاس ورسي.
چين افغانستان ته له ٢٠٠١ کال راهيسي ٩٠٠ ميليونه ينه (١٣٠ مليون ډالره) مرسته ورکړې او د ٧٥ ميليونه ډالرو نوره مرسته يې هم اعلان کړې چي په راتلونکو پنځو کلونو کي به يې افغان حکومت ته ورکړي.