کور / تازه خبرونه / کندهار: د سړک جوړولو پر کمپنۍ وسله واله حمله سوې

کندهار: د سړک جوړولو پر کمپنۍ وسله واله حمله سوې

د کندهار ښار په جنوبي څنډه يخ کاريز کي د سړک جوړولو د يوې پاکستانۍ کمپنۍ پر کارکوونکو وسله واله حمله سوې چي د يوه تن د ټپي کېدو خبر ورکړل سوئ دئ.
د راپورونو له مخي حمله نن غرمه مهال د دې کمپنۍ پر يوه کوچني موټر وسوه چي څو پاکستاني کارکوونکي يې پکښي ناست وو.
د سيټا په نوم د دې پاکستانۍ کمپنۍ دوه کارکوونکي لس ورځي دمخه د کندهار په يو درځن چاودنو کي هم وژل سوي وو.
پر دې کمپنۍ د حملې مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ.