بله سړه جګړه
په آسيا کې تر چين راتاو شوې خورې ورې عسکري او نظامي اډې ، اود چين چې د يو پياوړی قوت په څيريې تبارز کړي دي د دې اډو په محاصره کې راګيريدل ، او د امريکا هڅې ترڅو هغه هيوادونه چې دامريکا په فلک کې تاويږي لکه جاپان ، استراليا ، اندونيسيا ، فلپين او داسي نور هيوادونه د دې لپاره راټول کړي چې تر چين يو اټمي کمربند تاو کړي ، تر څو د کوم احتمالي عسکري او اټمي يرغل مخنيوي شوي وي ، د آسيا په چاپيريال کې دا راز موجود نظامي خوزښت پورتنۍ ياده شوي پوښتنه مطرحوي ،
امريکا د چين پرمختګ يوازي اقتصادي پرمختګ نه ګڼي د دې لپاره زيار کوي چې هغه هيوادونه په خپل چاېيريال کې راولي کوم چې د چين دخوزښت په سياسي او اقتصادي چاپيريال کې راځي ، لکه هند چې لويديځ هيوادونه کوښښ کوي ترڅو يي د چين د عسکري قوت په وړاندي د ورته قوت په څير په سيمه کې مطرح کړي ،او هند د دې کار لپاره جوګه هيواد دي چي په سيمه کې د چين د سياسي اطماعو په وړاندي ودريږي ، خو هند هغه هيواد ندي چې په اسانه توګه ملګری شي !..
لدې ځايه په سيمه کې سياسي پيښي په ساده توګه نشو څيړلي ، او د چين پرمختګ او په نړۍ کې د نړيوال لوي قوت په څير مطرحيدل ، د چين د ګاونډيوهيوادونو هيره را پاروي ، آيا کيدي شي چې جاپان د عسکري قوت په څير په سيمه کې سر راپورته کړي حال دا چې د سيمې ټول هيوادونه يې له هغه تاريخ څخه ښه خاطره نلري چې د جګړو په راپارولو کې يي لري ؟ د شرايطو بدلون اواقتصادي پرمختګ چې د امريکا دير تسليحاتي پلانونه به شنډ کړي کيدي شي امريکا دې ته مجبوره کړي چې جاپان ته اجازه ورکړي چې خپل عسکري قوت نوي کړي او دخپل عسکري قوت دپياوړتيا په برخه کې مؤثر ګامونه واخلي ..
خوپه آسيا کې د امريکا هغه بيوزله ملګري هيوادونه به څه کوي ، چې د دې تسليحاتي سيالۍ په ډګر کې پښه نشي ايښودلی او مالي لګښت يې نشي پوره کولي ؟ او که فرض کړو امريکا ورته تخنيکي کومکونه ورکړي ، آيا وبه کولي شي چې د چين د دې پياوړی قوت په وړاندي ودريږي ؟
کيدلاي شي استراليا او جنوبي کوريه د دې راز لګښت توان ولري ، او يا امريکا خپلې عسکري اډې د ځيني هيوادونو نه خپلو متحالفو هيوادونو ته وليږدوي ، سره لدې داسي څوک نشته چې د ايران اتلاف له چين سره هير کړي له کومه ځايه چې د اټمي اسلحې په بازارکې د اټمي اسلحې د لاسته راوړني لپاره تر لويديځ چين ښه پلورنکي شميرل کيږي ، او د اټمي او نظامي قوتونو په کتار کې د اعتماد وړ ملګري ګڼل کيږي ، همدا راز په دې ډګر کې بل لوبغاړئ شمالي کوريه چې د چين اساسي ملګري هيواد شميرل کيږي ..
روسيه دويم اټمي قوت هم د ژمی په ژوراو وږده خوب نده بيده بلکه په تسليحاتي لوبه کې مؤثر ګامونه پورته کوي ، سره لدې چې که په دور برده راکټونو او نورو نظامي قوت کې يې تخفيف او کمښت رامنځ ته شوي وي ، خو روسيه به بيطرفه پاتي نشي که چيري خپل مصلحت پدې کې وويني چې د يوه قوت په څنګ کې ودريږي ، پوښتنه دا پاتي کيږي چې – آيا آسيا به همدارنګه تر ټولولويه قاره پاتي شي ـ که د تيرو شويو سړو جګړو سيرت او تګلاره پکښي تکرار شي ، او دا ځل د ديرو پرمخ تلليو اټمي اسلحواو مختلفو اتمي قطبونو سره ؟
پخواني شوروي اتحاد د ستوريو دجګړې سيالي ړنګه کړه ، کله چې د روسيه مالي خزانې د دې سيالۍ لګښت او پانګه نشوي تمويلولي ، او دا راز آخري پايله يي هم شکمنه وه نو ځکه يې ړنګه کړله . او دا راز کړنلاره به چين ته هم غوره نوي که خپل اقتصاد او نفوس په پام کې ولري ، چې لدې لارې د لويو قوتونو ډګر ته ننوځي ،سره لدې که غوښتنه او لاملونه هم دا وي چې په نړۍ کې نفوذ کول او يا د نفوذ ويشل بايد د ايديالوژيک سرپوښ نه پرته تر سره شي ، نو آيا نړۍ به دا راز کړکيچن حالت وګوري چې د يو عسکري او نظامي ټکرپه پايله کې دريمه نړيواله سړه جګړه پکښي پيل شي ؟
نښي داراز د حماقت تصرف ردوي چې کوم قوت به ېي اقدام وکړي ، او دا خبره لرې نده چې اوروپا به د يوه حکيم رول ولوبوي – ځکه چې اوروپا د دو سړو جګړو په اور کې سوي ده ـ او نړيوالو ته به قناعت ورکړي ترڅو د بيځايه جګړو اور بل نکړي ، او کيدي شي هند يو بل هغه هيواد وي چې د تلې اندول وساتي خو د خطرونو په کمښت او مخنوی کې ، سره لدې ټول احتمالونه د قوتونو په کشمکش کې شوني دي .