د پښتونخوا ايالت وزير اعلى اميرحيدرخان هوتي وايي پښتون ولس د نړۍ د امن دپاره جنګېږي، خو له بده مرغه د نړۍ والي ټولني له خوا بې انصافي ورسره کېږي او هيڅ ډول مرسته نه ورسره کېږي.
وزيراعلى اميرحيدرخان هوتي وويل د پښتنو د سر او مال ساتنه د ايالتي او مرکزي حکومت لومړنى مسئوليت دئ چي بايد ترسره يې کړي او دنيا هم بايد مرسته ورسره وکړي.
ښاغلي هوتي پرون د پېښور په قيوم سټډيوم کي خبريالانو ته وويل د پښتونخوا اوسېدونکي او په ځانګړې توګه پښتون قام د ټولي نړۍ د ساتني دپاره جنګېږي.