د برتانيې حکومت پتېيلې چي د اسرائيلو سفير له خپل هيواده وشړي.
د راپورونو له مخي د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميليبنډ به ډېر ژر په پارلمان کي د اسرائيلو د سفير د شړلو اعلان وکړي.
برتانيه وايي د اسرائيلو سفير ځکه له خپل هيواد څخه باسي چي حکومت يې د حماس ډلي د مشر محمود المجوح قاتلينو ته د برتانيې جعلي پاسپورټونه ورکړي وو.
د برتانيې حکومت وايي د اسرائيلو سفير رون پروسر يې پرون د بهرنيو چارو وزارت ته د پوښتنو ګروېږنو دپاره ورغوښتئ و او د هغه د شړلو پرېکړه يې وکړه.
د حماس ډلي مشر د روان کال په جنوري کي په دوبۍ کي په مرموز ډول ووژل سو، چي حماس او د دوبۍ پوليسو يې پړه پر اسرائيلو واچوله.
د دوبۍ پوليسو يوه مياشت وروسته د هغو ١١ کسانو نومونه او هويتونه په ډاګه کړل، چي د ښاغلي محمود په وژلو کي د لاس لرلو شک پر کېدئ. د دوبۍ د پوليسو مشر وويل اسرائيلي استخباراتو خپلو جاسوسانو ته د جرمني، برتانيې، فرانسې او اسټراليا د هيوادونو پاسپورټونه کارولي وو.