له مصر څخه روسيې ته تلونکې يوه الوتکه پرون ماسکو ته له رسېدو سره سمه ولوېده.
روسي رسنۍ وايي دغه الوتکه هغه مهال له هوايي ډګر څخه يو کيلومتر دباندي راولوېده، چي ځان يې پر رن وې باندي ناستي ته پوره اماده کړى وو. د روسيې حکومت ويلي پيلوټ د الوتکي پر کنټرول بريالى سوئ دئ، سپرليو ته کوم زيان نه دئ اوښتئ.