د افغانستان دپاره د ملګرو متلونو ځانګړى استازى سټيفن ديمستورا وويل ملګري ملګري ملتونه د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي.
نوموړي نن په کابل کي خبريالانو ته وروسته له هغه د ګلبدين حکمتيار د ډلي او کرزي د حکومت ترمنځ د خبرو په هکله نظر څرګند کړ، چي له نيژدې لسو ورځو راهيسي د افغانستان د اسلامي حزب استازي په کابل د سولي پر خبرو له افغان حکومت سره ږغېږي.
سټيفن ديمستورا وويل د حکمتيار او حکومت خبري يو ښه زيرئ دئ او په برياليتوب سره به يې د افغانستان په حالاتو کي مثبت بدلون راسي.
د اسلامي حزب استازو په کابل کي له ولسمشر کرزي، لومړي مرستيال محمدقسيم فهيم او د ولسي جرګې له رئيس محمديونس قانوني سره ليدلي دي.
د راپورونو له مخي د اسلامي حزب استازو ولسمشر کرزي ته د سولي او بهرنيو ځواکونو د وتلو دپاره د حکمتيار پلان وړاندى کړئ چي د دواړو اړخونو له خوا خبري ورباندي سوي دي.
د اسلامي حزب د هيئت مشري پخوانى مرستيال قطب الدين هلال او د حزب پخوانى وياند قريب الرحمان سعيد کوي.