کور / تازه خبرونه / دوه شکمن ځانمرګي ونيول سول

دوه شکمن ځانمرګي ونيول سول

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي پوليسو له دوو کسانو سره د ځانمرګو صدرۍ نيولي چي وايي ممکن د بريد دپاره يې کارولي واى.
د اسلام آباد د پوليسو مرستيال بن يامين خبريالانو ته وويل نيول سوي کسان د وزيرستان او کوهاټ اوسېدونکي دي، په لومړنيو تحقيقاتو کي يې اقرار کړئ چي پر سرينا هوټل او فرينچ کلب يې د حملو نيت درلودئ.