دحج اواوقافو وزارت وايې ، داسي هڅي يې پيل کړي چې له مخې يې دسولي په بهيرکې دديني علماوګډون زيات سي.
دحج اواوقافو وزېرمحمديوسف نيازي په کندهارکې دسويلي حوزې دعلماو دشوراله غړوسره دکتنې پرمهال وويل چې غواړي په راتلوڅواونيوکې په پلازمېنه کابل کې هم دهيواد دټولوديني علماوپه ګډون داسلام اوسولي ترعنوان لاندي يوسيمنارپه لارواچوي .
خپله ديني علما بياغوښتنه کوي چې په دولتي چاروکې دي ددوى حضورزيات سي .
دحج اواوقافووزېروايې چې دملي پخلايني اوسولي په بهيرکې ديني علمامهم رول لري اودوى دغې موخه ته درسېدولپاره خپلي هڅي له کندهارڅخه راپيل کړي .
محمديوسف نيازي په کندهارکې دسويلي حوزې دعلماوو دشوراګانوله غړوسره ديوې غونډې پرمهال وويل چې دولت دملي پخلايني اوسولي لپاره هراړخېزي هڅي پيل کړي .
په وينايې چې پدې ډګرکې علماتربل هرچازيات اغېزلري اودلته په سويل کې ورسره ديني علماو دمرستې ژمنه کړې .
ښاغلى نيازى وايې چې په راتلوڅواونيوکې به پلازمېنه کابل کې هم دهيواد دټولوديني علماوپه ګډون داسلام اوسولي ترعنوان لاندي يوکنفرانس په لارواچوي .
خپله ديني علمابياوايې چې په تېرواتوکلونوکې دولت دوى ته دپام وړپاملرنه نده کړې .
دکندهاردعلماودشوراغړى مولوي غلام محمدوايې چې که دولت غواړي په ريښتياسره هم دسولي بهيرعملي بڼه خپله کړي نوپه دولتي چاروکې دي ددوى حضورزيات کړي .
دسولي په بهيرکې دديني علماو درول دزيات والي کوښښونه پرداسي مهال کېږي چې همدا اوس اوس دسولي اوټيکاوپه موخه په پلازمېنه کابل کې دوگلبدين حکمتيارپه مشرى دسلامي حزب داستازو اوافغان دولت ترمنځ دسولي خبري دوام لري .
ټاکل سوې چې دافغان دولت اووسله والومخالفينوترمنځ يې دملي روغي جوړي په موخه دسولي يوه ملي جرگه هم راوبلل سي
ولسمشرکرزي ددوهم ځلي ټاکنېزو مبارزواوپه لندن کنفرانس کې ، دافغان دولت له وسله والومخالفينوسره دملي پخلاينې پروسه عملي کول له خپلومهمولمړيتوبونوڅخه ياده کړې .