کور / تازه خبرونه / د ناټو دوه پوځیان د هېواد په جنوب کی ووژل سول

د ناټو دوه پوځیان د هېواد په جنوب کی ووژل سول

د انګلستان د دفاع وزارت خبر ورکړ چی یو برتانوﺉ پوځی نن د هلمند د سنګین ولسوالۍ د جنوب په ۳ کلومترۍ کی ماین وواژه خو د ټپیانو تعداد یې و نه وایه .
د یو بل خبر له مخی چی ناټو ورکړ ، ویل کیږی چی نن د هېواد په جنوب کی د هغوی یو عسکر د ماین خوراک سو ، خو د پیښی ځای او د مقتول هویت یې واضح نه کړ . په دې سره د ناټو تلفات ۱۶۹۵ ته ورسېدل چی د دې جملې څخه ۲۷۶ یې انګریزان دي .