۲۹کب ۱۳۸۸
دښاغلي فريد واحدي شګيوال اثر ( ملي هويت او ملي گټې ) دنوموړي د ليكنو يوه ټولگه ده ، دهغه هره ليكنه د وخت او شرايطو سره سم تر سره شوې ده ، هغه تل هڅه كړې ، چې موضوعات په هر اړخيزه توگه وڅېړي ، كه څه هم نوموړى دپښتو ژبې او ادب استاد يا څيړونکې نه دى ، خو دهغه كومې ليكنې چې ما لوستلي ، هره ليكنه يې په هنري ډول پييل شوې او دژبې رواني ، سلاست او ساده گي په كې له ورايه ځليږي ، له بله اړخه يې دټولنې درښتينو افكارو ډېره ښه ترجماني هم كړې ده .
واحدي صيب هڅه كړې ، چې دوطن دناخوالو له امله ورته پيدا شوى غم ، دخپلو ليكنو له لارې دخپلو هېوادوالو سره شريك كړي ، ويې څېړي او له هغې نه دراوتلو لارې چارې په گوته كړي .
زما په خپال واحدي صيب دخپلې ګډوالۍ پرمهال دنورو لكونو افغانانو په څېر ، چې دمحروميت كومې شپې ورځې سبا كړي ، هغې يې پر ژوند ژور اثر ښندلى دى او هر وخت دخپل هېواد دپرمختگ او سوكالۍ په غم كې غمژن دى ، هغه خپل هېواد دنورو پرمختللو هېوادونو په قطار كې ددرولو ارزو له ځان سره لري ، په دغه اړه يې هر وخت فكر كړى او ليكنې يې هم ددغه خيال عكاسي كوي .
دواحدي صيب ليكنې دهغه پاك احساس ، چې هغه يې دخپلو خلكو او هېواد لپاره لري، څخه سرچينه اخلي او يو لړ ډېرو مهمو موضوعاتو ته ، چې ملي يووالى يې په سر كې راځي ، ته اشاره كوي .
په تېرو دېرشو كلونو كې دافغانانو ملي يووالى ډېر زيانمن شوى ، دهېواد داخلي او خارجي دښمنانو دهېواد وروڼه ملتونه او قومونه په بېلابېلو نومونو ويشلي ، چې له امله يې افغانان ټوټه ټوټه او پارچه پارچه شوي دي ، چې دداسې ليكنو له اهميت او ضرورت څخه سترگې نشي پټېدلاى .
كه دملي يووالي لپاره كار وشي په پايله كې به موږ تل خپل ملي هويت ژوندي ساتلی وي او که ملي هويت مو پياوړي وي ، هماغه مهال زموږ ټولنيزې ستونزې حل كېداى شي .
دواحدي صيب په ليكنو كې دافغانستان او افغانانو دسوكالۍ لپاره ډېرڅه شته ، كه هغه له يوې خوا دافغان حكومت دبې كفايتۍ له امله دانتقاد گوته نيسي ، نو له بله پلوه ورته سالمې او رغوونكې مشورې هم وركوي او په اصطلاح انتقاد يې يو سالم انتقاد دى ، زما په خيال دنوموړي دغه ټكونه پر ځاى دي ، ځكه په افغانستان كې دستونزو اصلي لامل ناكام او بې كفايته دولت دى ، كه دولت وړتيا پيدا كړي ، ټولې ستونزې هوارېداى شي .
زه ښاغلي فريد واحدي شګيوال ته دسترڅښتن له درباره كاميابي او دهوسا ژوند غوښتنه كوم او له ده څخه ددغه شان نورو ليكنو تمه كوم، پر قلم يې بركت او عمر يې خضري شه.
ديو هوسا پرمختللي او آباد افغانستان په هيله