کور / تازه خبرونه / کندهار:امرالله صالح ،دولسمشرکرزي امرته سترګي په لاريم

کندهار:امرالله صالح ،دولسمشرکرزي امرته سترګي په لاريم

دملي دفاع اوکورنيوچارو وزېرانواودملي امنيت لوى ريس امرالله صالح په کندهارکې ديوې ګډې خبري ناستې پرمهال وويل چې داميدله عملياتوڅخه به مخکې لمړى دولسي وګړو رضايت ترلاسه کوي اوبيابه وروسته دغه عمليات پيلېږي .
دملي دفاع وزېروويل چې په کندهارکې به دخپلوسرتېروشمېرزيات کړي اودملي امنيت ريس بياڅرګنده کړل چې دکندهارلپاره يې دخپلومامورينودزيات والي تشکيل چمتوکړى اودولسمشرامرته سترګي په لاردى

پداسي حال کې چې په کندهارکې دپراخوپوځي عملياتودپيل خبره کېږي دملي دفاع وزېروايې چې هيڅ پوځي عمليات به دولسي مشرانوله سلامشورې پرته ترسره نشي .
نوموړي دکورنيوچاروله وزېراودملي امنيت له لوى ريس سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې داميدعمليات درې پړاوه لري چې په سر سرکي يې دولسي وګړوهمکاري ترلاسه کول شامل دي .
ده زياته کړل چې په کندهارکې يې له ګڼوولسي مشرانواوولايتي چارواکوسره پدې اړه سلامشورې کړي .
دملي دفاع وزېرزياته کړل چې کندهارته به په نږې راتلونکې کې داړتياوړنورسرتيري هم راولېږي
دملي امنيت لوى ريس امرالله صالح په دغه خبري ناسته کې وويل چې مامورين يې دوړتيااوخاصومهارتونوله مخکې زيات پياوړي دي خوپه سويل کې يې دخپلومامورينودزيات والي خبرورکړ
نوموړي زياته کړل چې دسويل لپاره يې دملي امنيت دتشکيلاتودزيات والي پروګرام ترتيب کړى اودولسمشرکرزي امرته سترګي په لاردى .
دملي دفاع وزېروايې چې داميددعملياتوپه درشل کې به لمړى په ټولېزډول دکندهارښارامنيت خوندي کړي اوپه دوهم پړاووکې به دغه لړى ټول کندهارته وغځوي .
نوموړو چارواکو وويل چې دمارجې له عملياتوڅخه يې زياتې تجربې ترلاسه کړي اودکندهارپيلېدونکې عمليات به ددوى په ويناترډېره بريالي وي .
چارواکې وايې چې له دغوعملياتوڅخه يې موخه ديوې سالمې دولتې ادارې په ګډون ،هراړخېزامنيت اودژوندانه نوروچاروته لارهواره ول دي .