د ننګرهار په نجم الجهاد مېنه کې يو ډله ييز قبر موندل شوى، چې پکې دسلګونه کسانو دبدن هډوکي او نورغړي ترلاسه شوي.دسيمې اوسېدونکي وايي چې دغه خلک د کمونستانو په پېر کې وژل شوي چې ډيرى يې مجاهدين دي.نجم الجهاد له جلال اباد ښار نه اته کيلومتره لرې سوېل لوري ته پرته سيمه ده، چې د مولوي صاحب خالص لخوا پکې د مجاهدينو د اوسېدو لپاره يوه ستره فاميلي جوړه شوه، چې اوس مهال پکې زرګونه کورنۍ مېشتې دي.همداراز د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ياده سيمه کې د اسامه بن لادن کور هم و، چې نوموړي پکې استوګنه کوله.