په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير په نوښت د ۱۳۸۸کال ورستي او د ۱۳۸۹ لمړي ساعتونه ديو شمېر بلجيم او هالند مېشتو افغانانو په ګډون د په زړه پورو تفريحي پروګرامونو په ترڅ کي ونمانځل سول .
دا میله چې تیر ماښام مهال پیل او تر ناوخته يې دوام درلود ، په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي محمد امین باوري ټولو راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او له ټولو يې مننه وکړه چې دا میله یې په خپل راتګ لا رنګینه کړه، حاجي باوري د نوي کال د دود او شالید په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې له نیکه مرغه دغه ورځ اوس د یونیسکو په کلتوري ورځو کې رسمي ورځ پیژندل شوې.
وروسته ښاغلي انجنير سيد حضرت سادات د مېلې بېلابېلي برخي معرفي کړې ، دمېلې لومړۍ برخه ټنګ ټکور ، دوهمه برخه مشاعره ، دريمه برخه د تېر کال د بختور ټاکنه او وروستۍ برخه يې ازادو ټوکو ټکالو ته ځانکړې سوې وه .
وروسته ښاغلي محبوب احمدزاده د نوي کال په مناسبت د افغان کلتوري بهير پيغام برخه والو ته واوراوه .
سندريز پروګرام د ځوان سندرغاړي همايون صاحبزاده لخوا د ( دازموږ زېبا وطن ) په ملي سندره پيل سو او پاته برخه يې د ځوانانو لخوا په مستو اتڼونو بدرګه کېده .