کور / تازه خبرونه / په کندهارکې دشاه آغاجنډه پورته سول اونوي کال ولمانځل سو

په کندهارکې دشاه آغاجنډه پورته سول اونوي کال ولمانځل سو

په کندهارکې هم د١٣٨٩ کال لمړى ورځ دبيلابيلومراسموکې ولمانځل سول
په خاکرېزوالسوالۍ کې دشاه مقصودآغا دجنډى دپورته کولوپه مراسموکې دکندهاردجګ پوړوچارواکو سره سره دکندهارپه سل ګونواوسېدونکوګډون کړى وو .
دهيواد ديوشمېرنوروسيموپه څېردلته په کندهارکې هم دنوي کال لمړى ورځ په خاصومراسموسره لمانځل کېږي
په خاکرېزوالسوالۍ کې دجنډې دپورته کولوپرمهال دکندهارولايتي چارواکوتېرکال دکندهاردخلګولپاره يوخونړى اوله ستونزوڅخه ډک کال وباله .
دکندهاروالي په خپل ليکي پيغام کې دتېرکال له هغوخونړيوپېښوڅخه يادونه وکړې وه چې په ترڅ کې يې په سل ګونوکورنۍ دغم پرټغرکښېناستلې .
دوى هيله وښودل چې نوى ١٣٨٩ کال به دسولي اونيکمرغى کال وي .
پرهمدې حال دکندهارامنيه قومندان دنوي کال دجشن دلمانځلولپاره له خپلوخاصوامنيتي تدابېروڅخه خبرورکړ
په کندهارکې له خاکرېزوالسوالۍ سره سره دباباولي صيب ،شېرسرخ بابا اوشيرين جان پير پرزيارتونو په سل ګونوکندهاراوسېدونکودنوي کال لمړى ورځ ولمانځل .
د نوي کال په لومړۍ ورځ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم خلک زيارتونو ته ځي او دغه ورځ په بېلابېلو مراسمو سره لمانځي .