نن د يکشنبې په سهارد شمالي وزيرستان په ميرعلي کي د درو ځوانانو مړي په داسي حال کي وموندل سول، چي سرونه يې غوڅ او د جاسوسۍ تور پر لګېدلئ وو.
د قبايلي سيمو يوه پوليس چارواکي نثارخان پرانس پريس آژانس ته ويلي د مړيو سره يو خط هم موندل سوئ، چي وايي دوى د امريکا دپاره جاسوسي کوله.
په تېرو څو کلونو کي په افغانستان او پښتونخوا کي د طالبانو له خوا د جاسوسۍ او امريکايانو له خوا د ترهګرۍ په تور ډېر پښتانه ځوانان وژل سوي دي.